انګلا مرکل له رایه ورکوونکو غوښتنه کړې چې ښي اړخي ګوند ته رایه ورنکړي

د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل او د هغې سوسیال دموکرات رقیب مارتین شولز د جرمني پالماني ټاکنو په درشل کې له رایه اچوونکو غوښتنه کړې ده چې ښي اړخي ګوند ته رایه ورنکړي.
که نوموړي ګوند ته رایي ورکړل شي له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته به دا لومړی ځل وي چې د جرمني پارلمان ته به لاره پيدا کړي.
انګلا مرکل له ۱۲ کلونو راپدیخوا پر جرمني واکمنه ده چې اوسمهال کوښښ کوي د څلورم ځل لپاره د جرمني لومړۍ وزیره شي.