
د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د دوی بم اچوونکو الوتکو په نړیوالو اوبو کې د شمالي کوریا ختیځ ته نمایشي الوتنې کړي دي.
سرچینه وایي چې له یادو الوتکو سره د امریکا جنګي جټ الوتکو ملاتړ ورسره و.
پنټاګون وایي چې په ۲۱مه پیړۍ کې د دوو کوریاګانو په حایله سیمه کې دومره نیږدې د دوی الوتکو پرواز نه و کړی.
د امریکا یاد حرکت د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزیر له وینا څو ګړۍ مخکې شوی دی.
د پنټاګون ویاند ټینګار کړی دی چې د امریکا دغه حرکت د ټرمپ د ادارې پر وعدو د ټینګار په معنی دی او دا په ګوته کوي چې امریکا د خپلې دفاع لپاره زیات امکانات لري.