سوله عربي کلمه (صلح) ده چې په پښتو کې یې مترادفه کلمه سوله ده؛ سوله د هوساینې، ارامۍ، یووالي، او د دوو یا څو کسانو تر منځ په یو څه باندې توافق او سلاء مشورې ته وایي. لکه څرنګه چې ژوند د سولې اوسوله د ژوند نوم دی نو پرته له سولې ژوند بې مانا او بې خونده ده. الله پاک په خپل کتاب قران عظیم الشان کې د سولې ارزښت بیانوي او مخلوقاتو ته د سولې پیغام ورکوي الله پاک فرمایي:((وصلح خیر))
ژباړه:سوله سراسر خیر ده. همداشان حضرت محمد مصطفی (ص) هم فرمایي: ((والصلح جاءیز بین المسلمین الا صلح حلال حرام وحرام حلال))
ژباړه: سوله د مسلمانانو تر منځ جاءیزه ده مګر چې حلال حرام اوحرام حلال نه کړي)) د پښتانو مشر باچاخان هم له پښتانو نه د سولې او اتفاق غوښتنه کړې هغه ویلي:(یو کیږو ګني ورکیږو) یعنې که یو ځای نه شو نو ډیر زر به ورک شو. سوله هغه هستي ده چې خوار او غریب ورته یو شان اړ او محتاج دی؛ که مو سوله اختیار کړه نو د ژوند په مانا به پوه شئ؛ سوله د ابادۍ، پرمختګ، ورورولۍ، مینې او عاطفې سمبول ده؛ سوله په ټولنیز ژوند کې داسې ده لکه په خوړو کې مالګه؛ په خوړو کې چې مالګه نه وي نو د چا زړه ته نه کیږي؛ هوپه هغو هیوادونو کې چې سوله ده (جنګ او جګړه نشته) د هغو هیوادونو وګړي نږدې ۹۹٪ با سیواده دي؛ په اقتصادي لحاظ هم تر نورو مخکې دي د ژوند چارې یې ښې پر مخ ځي؛ چې دا ټولې نیکمرغۍ په سوله کې دي. په اوس وخت کې تاسو شاهد یاست په هغو هیوادونو کې چې سوله ده خلک یې له هره اړخه پرمختللي او ان تر سپوږمۍ ورسیدل؛ د امریکا متحده ایالات یې یوه ښه بیلګه ده؛ د دغه هیواد خلکو په یوالي اوسوله کې ژوند وکړ چې ثمره یې داوه چې دوی اوس له سیاسي، اقتصادي، ټولنیز...پلوه په ځان بسیا دي او نږدې د نړۍ په ټولو هیوادونو، په یو نه یو ډول خپل واک چلوي او تر تسلط لاندې یې دي. بل خوا که مونږ او تاسو خپل هیواد افغانستان ته نظر واچوو چې وګړي یې څو لسیزې په جنګ او جګړو بوخت دي؛ دلته د بې کارۍ، فقر، جهل، بې سیوادۍ...ګراف اوج ته نږدې شوی؛ په ټولنه کې د پرادیو کلتور او عنعنات رواج شول؛ طبیعي زیرمې مو بل چا یوړې، د سر سړي مو خاورو ته وسپارل...دا ټول د جنګ کرغیړنې پایلې او د سولې نه شتون دی. لکه چې مخکې مو یادونه وکړه که مو سوله اختیار کړه نو هیواد به مو په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز...لحاظ د پام وړ پرمختګ کړی وي؛ پرادی ناوړه کلتور به زموږ د سپیڅلي کلتور ځای نه نیسي، طبیعي زیرمې به مو د بل چا لاس ته نه ورځي؛ ورونه به مو د ورونو په لاس نه وژل کيږي. که مو سوله اختیار کړه نه به خویندې سرتورې شي، نه به میندې بورې،او د هیواد یتیمان به د سوال پر ځای خپل وخت په تعلیم کې تیر کړي. نو سوله ابادي، پرمختګ، مینه او یوالی ده. که مو سوله اختیار کړه نو ځان به مو له سیالانو سره سیال کړی وي د سولې لپاره لاسونه سره ورکړئ او متحد شئ لږ خپل ځانونه وپیژنئ!.
هغه د یو شاعر خبره :
د خدای لپــــاره پښـــــتانو ځانونه وپیـــژنئ
ستاسو لپاره خو به ځان ته پیغمبر نه راځي
وروستي