تر ډیره خبریالان په ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه په فیسبوک کې خبرونه د خبر د یوې برخې ( لیډ/ افتتاحیې) په ډول کې لیکي او خپروي.
سمه ده، چې پرلیکه/ انلاین خبریالي او ژورنالیزم همدا غواړي، چې دلته مو باید خبر او په هغه کې کاریدونکې جملې لنډې وي. د لنډو جملو لیکل په دې خاطر چې خلکو سره دومره وخت نشته، چې ستا اوږده خبر/ راپور/ مطلب ته تم شي؛ خو داسې نه چې د لنډوالي په خاطر له مخاطبینو لار ورکه کړو.
خبر مو با ید لږ تر لږه درې یا څلور اساسي پوښتنې ځواب کړي او دا معلومات د موثقې سرچینې څخه تر لاسه شوي وي؛ که داسې نه وي او همدومره پوښتنو ته ځواب ویونکي نه وي، نو مه یې خپروئ.
مثلاً: پلانکی خان وژل شوی.
دلته یوازې د څه/ څوک پوښتنه ځواب شوې.
مخاطبین غواړي پوی شي، چې پلانکی خان چیرته، څنګه، کله او ولې وژل شوی؟
که ولې او څنګه/ څرنګه ته سمدستي ځواب نه وي هم خېر؛ خو نورې پوښتنې خو باید ستاسو خبر ځواب کړي کنه.
لنډه دا چې خبر مو باید د رسنیو مخاطبین (اوریدونکي، لوستونکي او لیدونکي) په ابهام کې پرېنږدي.
د بېلګې په توګه: افغانستان له کويټ لوبه وګټله. یا خدای مه کړه، ولسمشر وژل شوی! یا...
دلته په لومړي خبر کې دوه پوښتنو ته ځواب ویل شوی، چې کفایت نه کوي.
ځکه ټول خلک دومره معلومات نه لري، چې نن د افغانستان او کويټ نولس کالنو ځوانانو ترمنځ په اسیا جام پنځوس اوریزو کرېکټ سیالیو کې لوبه وه.
نو که ته د افغانستان د بریا خبر یوازې همداسې خپروې، ښه نه کوې.
په کار ده، چې ولیکل شي (نن افغانستان د روان اسیا جام سیالیو کې کوېټ لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه)
دلته تقریباً څو پوښتنې ځواب شوې.
څوک/ چا؟ افغانستان کوېټ ته
کله؟ همدا نن (شنبه/ وږي ۱۶مه)
چېرته؟ د نولس کالنو اسیا جام کرېکت سیالیو کې
څنګه؟ په ۷ ویکټو
دلته د خبر د اوږدولي مخه هم نیول شوې او تقریباً اړین سوالونه هم ځواب شوي.
که څوک علاقه لري په همدې تړاو ډېر معلومات ولري، نو کولای شي متن کې یې تر لاسه کړي.
هلته باید دا واضح شي چې څنګه/ چا چا ښه لوبه وکړه او څرنګه؟
د بریا علت/ راز څه ؤ؟
تر دې وړاندې څه شوي یا راتلونکي کې کومه لوبه لري او که نه؟ دا بیا هغه پوښتنې دي، چې شالید/ مخېنه کې باید روښانه او ځواب شي.
خو تر ډیره همدا بسنه کوي، چې خلک پوی شوي، افغانستان کویټ ته د کریکټ په اسیا جام پنځوس اوریزو سیالیو کې په اوو ویکټو ماتې ورکړې ده.
په دوهم خبر (ولسمشر وژل شوی) کې هم یوازې یوه پوښتنه ځواب شوې، چې څوک وژل شوی.
که اطلاع مو لرله نو حتماً ور اضافه کړئ، چې ولسمشر، کله، چیرته، څنګه، ولې او چا وژلی؟ که مو نه لرله نو اوازې مه خپروئ.
تر ډیره له موضوعاتو سره مسلکي چلند وکړئ او مسلک هم همدا غواړي، چې خلکو ته دقیق او پوره خبر ور ورسوو.
که مسلکي چلند و نه کړئ، تل خبرونه( اګر که سل سلنه دقیق هم وي) د اوازو په شکل خپاره کړئ، نو خپل مخاطبان هم له لاسه ورکوئ او ستاسې مسلکیتوب تر پوښتنې لاندې راځي.
نو مه خلک په ګونګ حالت کې اچوئ؛ مه خپل مسلکیتوب تر سوال لاندې راولئ؛ فقط د ژورنالیزم غوښتنې او ارونه په پام کې ونېسئ؛ نو هر څه به سم شي.
وروستي