اتلانو! ستاسې په سر دې خير وي؛ ګټل او بايلل د لوبې برخې دي
ژوند له مشکلاتو سره د مبارزې نوم دى؛ که په ژوند کې ماتې نه وئ نو د بريا ارزښت به څه وئ؟
آيا بې ګټې خفګان او پر ځان غصه به ستونزه حل کړي؟
آيا پړه پر يو او بل ور اچول به ستاسې اذهان خراب نه کړي؟
آيا تل ستونزه په مجازاتو حلېدلى شي؟
نه، هيڅکله نه...
انسان نيمګړى دى، تاسې مه خفه کېږئ چې ولې مو
لوبې وبايللې يا په کومه برخه کې کمزوري ياست!
تاسې له هيچا کم نه ياست؛ اوسنۍ ماتې ستاسې پر کم استعداد او کمزورتيا دلالت نه کوي بلکې زموږ او ستاسې پر کم بختۍ دلالت کوي.
ډاډه يم که د يوولس کسيز سکواډ پر ځاى مو شل کسيز سکواډ هم لوبولى واى نو ګټل مو ناممکن او په نصيب کې نه ٶ.
اوس خبره داده چې، ناکام هغه نه دى چې بريالى نه شي بلکې ناکام هغه دى چې له غلطۍ او ماتې زده کړه و نه کړي.
همدا يې وخت دى چې تېرې ماتې د خپلو نيګړتياوو او غلطيو په اصلاح او راتلونکو لوبو ته په بشپړ تياري هېرې کړئ!
ولس ستاسې پر وړتياوو باوري دي او ان شاء الله يو ورځ به افغانستان (ستاسې پر مټ) اتل و اوسي.
همدا تاسو ياست چې زموږ پر سپېرو او چاودو شونډو مسکا خوروئ، دا هم تاسې ياست چې زموږ سلګۍ مو په خندا بدلې کړې؛ نو څه خبره ده که نن ستاسې پر غم موږ هم يوه شېبه غمجن شو؟
تاسو څه فکر کوئ؟
هغه ولس چې ستاسې په بريا خوښېدلى او خپل امبار امبار غمونه هېرولى شي؛ آيا نن ستاسې ماتې نه شي زغملى؟
که خاوند له غوا/ مېږې يوازې شېدې او کوچ غواړي غلطه خبره نه ده؟
پرته له شکه، ولس مو له کړنو ممنون او مديون دى.
نو څنګه چې د بري لپاره په ګډه هڅې کوو؛ ان شاء الله همدې ستونزې ته به هم په ګډه حل لاره پيدا کوو او حل لاره داده چې غلطۍ تکرار نه کړو، نيمګړتياوې اصلاح کړو او پر ځان باور ولرو؛ نور نو بريا/ برى زموږ په تمه دى.
نورعلي او احسان، اصغر او راشد، ناصر او سميع الله او په ټوله کې ټول لوبغاړي زموږ وياړونه ياست؛ په وجود کې مو زړونه ياست او په سر کې مو سترګې!
راځئ په يو اواز ووايو چې:
ژوندى دې وي #افغانستان او ژوندي دې وي د #کرېکټ اتلان
وروستي