اخــــــــــتر

 
ټکى هوا هم نه چلېده او لمر خپل نهايي زور ازمايه، خو سپين سرې دا سخته ګرمي زغمله او داسې لګيا وه، چې ګواکې له خپلې بې وسۍ خوند اخليد شنو پټيو تر منځ نرۍ پولې يې يوه په يوه د سابو راټولولو لپاره ګز کولې؛ د سابو په رنګ شنه شوې سپينه بوجۍ په ډکېدو وه او سپين سرې هم د شنه چېنار سيوري دمې ته تږې وه.
 

اوس نو ورته يوازې دوې پولې پاتې وې تر څو دمه جوړه کړي.د سابو ګورت (موټى) يې بوجۍ ته واچوه او په لمر سوي تور مخ راغلې خېرنه خواله يې د څو رنګې او زاړه کميس پر لمن وچه کړه.
 

ستړيا ته يې يوازې په يو سوي اسويلي ځواب ورکړ او بيا يې د سابو په راټولولو شروع وکړه.
 
 
 
يو څو ګورته سابه به يې نه وو کړي، چې يوه په عمر پخه خو تور سرې ښځه يې مخې ته ودرېده.
 
تور سرې بې سواله بې ځوابه سپين سرې ته کړل " و زوى دې لوى شه؛ دا ټکنده غرمه ګوره او ستا سابه ګوره!"
 

سپين سرې خپل سوري سوري پړونى په سپينو ويښتانو را مخکې کړ، پداسې حال کې چې لاسونه يې لړزېدل، په وچو شونډو او کلکه ژبه يې ځواب نه ٶ راغلى، له سترګو يې سرې سرې اوښکې تويې کړې.
 

تور سرې يې له حالت و پوهېده؛ سپين سرې يې په غېږ کې کلکه ونېوه، اوښکې يې ور وچې کړې او ورته ويې ويل:
 
"مورې ما وخورې! څه خبره ده؟"
 

سپين سرې چې لا هم سلګو اخېستې وه مجبوري، مجبوري يادوله.
 

شېبه دواړو ژاړل؛ د ولاړ شنه چېنار سيوري ته ورغلې او سپين سرې خبرې پيل کړې.
"خاوند مې لس کاله وړاندې ګوزڼ مړ کړ؛ په کور کې مو د ګټې وټې څوک نه وو؛ څو کاله مې په دې سابو او سوال ګذاره وکړه، خو نه کېده؛ نور نو مجبوره وم، چې کوچنى زوى چې د 15 کالو به ٶ عسکرۍ ته ولېږم نو هغه هغه..."
 

سپين سرې سلګو او ژاړه واخېسته او خبره يې پرې شوه.
 

تور سرې يې يو ځل بيا اوښكې ور وچې کړې او سپين سرې پاتې خبره پيل کړه.
 

"زوى مې درې کاله وړاندې غزني کې طالبانو سره په جګړه کې مړ ژوندى ورک شو؛ ځينې خلک وايي، چې ورسره بندي دى خو خداى تعالى ښه پوهېږي؛ نه زه څه کولى شم او نه يې بل څوک په کېسه کې دي".
 

ټوخي يې خبرې واخېستې او بيا يې وويل:
 
" اوس نو خورې ته ووايه، چې زه سابه و نه کړم او دا خرڅ نه کړم نو دوه لورګانې مې په څه وساتم؟ او..."
 

تور سرې يې خبرې ور پرې کړې، غزني کې بندي دى؟
 

سپين سرې په سابو شنه، پرې، پرې لاسونه په لمر سوي سپېره مخ را تېر کړل او د سر په خوځولو يې هو وويل.
 

تور سرې وويل:
 
"خداى ج مهربان دى، پرون يې له راډيو وويل، چې حکومت له طالبانو سره اوربند اعلان کړ يعنې څو ورځې به يو بل نه وژني او بل په غزني کې طالبانو د اختر او اوربند په خاطر بندي عسکر هم خوشي کړي؛ خداى خو شته ستا زوى به هم پکې وي".
 

سپين سرې په اوتر ډول چيغه کړه
 
" يا الله سوله؟ يا الله شکر زما زوى به هم راشي" 
پاى