
نن ورځ په ایران کې په ميلیونونو زده کوونکو او محصلینو نوی تعليمي کال په داسې حال کې پيل کړ، چې په دغه هېواد کې په مورنۍ ژبه باندې زده کړو ته اجازه نه ورکول کیږي.
په اهواز کې د بشر د حقوقو سازمان وايي، چې يو زیات شمېر زده کوونکو او کورنيو د ایران د دې سیاست پر وړاندې پراخ کمپاين پیل کړی، چې يوازې فارسي د دې هېواد یوازنينۍ رسمي او د تعلیم ژبه وي، او نورو قومونو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې اجازه نه ورکول کيږي.
په ټولنیزو رسنیو کې عربي ژبو ایران ميشتو د #التعليم_بلغة_الأم_حقي تر سرلیک او هشتک په کارولو سره په سلګونو مطالب او انځورونه خپاره کړل.
په اهواز کې د بشر د حقوقو سازمان تیره ورځ یوه خبرپاڼه هم خپره کړې وه، او پر ایران يې نيوکه کړې وه، چې د نورو قومونو حقوق تر پښو لاندې کوي او هڅه کوي چې پارسي يوازينې مسلطه ژبه وي او نورې ژبې له منځه یوسي.
د یادونې ده، چې د نړیوالو نورمونو او حقوقو له مخې، هر ماشوم دا حق لري چې پر خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي او دا په مورنۍ ژبه زده کړې لا چټکې او آسانه کوي.