سرګی لاوروف: امریکا او شمالي کوریا د وړکتون د ماشومانو په څیر په جګړه دي.. د دوی سختې خبرې نور د منلو نه دي!

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګیلاوروف وایي چې د امریکا او شمالي کوریا یو بل ته توندې خبرې او ګواښونه نور د منلو نه دي.
نوموړي چې په نیویارک کې یې خبرې کولې ویلي دي چې دواړه هیوادونه باید له خپلو دریځونو یو ګام شاته شي.
سرګیلاوروف خبریالانو ته وویل چې شمالي کوریا او امریکا دواړو د وړکتون د ماشومانو په څیر جګړه پیل کړې ده چې څوک یې غلي کولی نشي.
روسیه وروسته له هغې د شمالي کوریا او امریکا د اړیکو په هکله غبرګون ښيي چې دواړه خواوې پر یو بل د اټومي بریدونو ګواښونه کوي.
د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر ته د رواني ناروغ خطاب کړی دی چې له بلې خوا ټرمپ هم اون لیونی بللی دی.