
د ترکیې سمندري ځواکونه وایي چې د تورې بحیرې په څنډو کې د کب نیوونکو یوه کوچنۍ کښتي چې کډوال یې لیږدول ډوبه شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په پېښه کې ۲۱ تنه مړه شوي او ۵ تنه هم تر اوسه تري تم دي.
پیښه د استانبول په ۲۰۰ کیلومترۍ کې رامینځته شوې ده چې ۴۰ تنه یې هم د سوداګریزو کښتیو او ترکي سمندري ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي.
تر اوسه د کډوالو د هویت په اړه څه نه دی ویل شوي.