له زیاترو مې اوریدلي چې د یوه ښه ملګري د انتخاب لپاره باید د یوه شخص له کړنو ځان خبر کړو، په دې باید پوه وو چې دی څه کوي ؟ څه غواړي ؟ د ژوند اصول یې څه دي ؟ ښه اخلاق لري او که نه، دا او داسې نور......
مهم مسایل دي چې باید په نظر کی ورته ونیول شي، دا ددې لپاره چې په راتلونکي کې بیا ددې پر ځای چې پښیمانه نه شي، پر خپلې پرېکړې سربیره په خپل ملګري ویاړ وکړي. او که څوک دغسې اصول د ژوند لپاره ولري باوري دی ووسي چې هیڅ وخت به له ټولنې ګیله من او له ملګرو خپه نشي.
همدې ته ورته د یوې سیاسي ډلې انتخاب هم همداسې دې . کله چې مونږ د یوې سیاسي فکرپه ځان منو باید لدې مخکې چې په لاریویانو کې یې وشمیرل شو، په دې باید پوه ووسو
چې د دې ډلې هدف څه دی ؟
پخوانی شالید کتو سربیره، سر لاری یې څوک دی ؟
تمویل یې له کومه کیږي ؟
او څنګه د یوې سیاسي ډلې په توګه پاتې کیږي ؟
دا او دې ته ورته نورې ځانګړنې دي چې باید په نظر کې یې ورته ونیسو ، له هغې وروسته چې مطمن شو ، په لار ورسره رهي شو. خو دلته په افغانستان کې تر ډیره دغه مسایل ورته په نظر کې نه نیول کیږي . دلته که یوه څوک ډیر هم بد انسان ووسي، تر شا بد تاریخ ولري په حاضر کی ترې د ښېګڼې تمه هم نه کیږي، خو که چیرته خبره قومي رنګ پیدا کوي خپل د قوم خلک یې ملاتړ کوي ولې چې زما قومي دې . بله دا چې که یو څوک ډیر هم ناوړه ووسي، خو چې لږ، شان، دبدبه، زور، او لږ یې هم په دولت کې خبره منل کیږي خلک پرې راټول وي. ولی دې خبرې ته ځیر نه وي چې زما دا ملاتړ هغه لا پیاوړی کوي لا نورو ناوړو کارونو ته غښتلی کیږي .
بله مهمه خبره دا چې کله هم یوه ضعیفه ډله، په نوي رنګ بیاځلي صحنې ته د لا ډیرو نمایشاتو سره وړاندې کیږي ، خلکو ته د هغوي خواخوږي ځان معرفي کوي، ښکاره خلک پرې پوهیږي چې ددې خلکو په ژبو دا الفاظ نوي دي او ددې تمه ترې په ډیرو ستونزو هم نه کیده، او اوس هم څه چې وايي هغومره نشي کولای خو بیا هم ددې پر ځای چې خلک یې له سپانسره (مالي ملاتړ کونکي) ځان خبرکړي همدا ځپل شوی ولس پسې خبرې لاښې بدرګه کوي ، او د خوشینئ ځای خو لا هلته وي چې زمونږ او ستاسې لوستي ځوانان چې په دې هیواد کې یې زده کړې کړي وي، هغه چې تمه ترې کیږي د خلکو سترګې دوي ته وي، چې دوي به یې راباندې روښانه کوي . ددې هیواد څخه به دفاع کوي ، له چورګرو به یې ژغوري، د فاسد په وړاندې به ودریږي، بد خلک به نوي نسل ته معرفي کوي او آن لمنځه به یې وړي ، خو بد بختانه هغوي هم د دوو ورځو خوښي، او د لږ شان دبدبې لپاره چې ووايي زه د پلاني لاروی یم، لومړی مسلماني، ورپسې افغانیت، اوټول د مناسب ژوند اساسات چې زمونږ د نیکونو له لوري به پر مخ وړل کیدل تر پښو لاندې کوي.
سخت زیات د افسوس ځای دی، دیني علما وايي چې خدای پاک به له هر انسان سره د هغه د پوهې مطابق چلند کوي ، یعنې د یوه عالم مسولیت په ټولنه تر د یوه نالوستي شخص زیات دی. ولی بیا په شته سترګو کې ړانده یو؟
په شته غوږونو کاڼه یو، او چې په څه پوهیږو نه پوهیږو
راځئ د خپل هیواد په خاطر،د مشرانو د هغو هیلو لپاره چې زمونږ څخه یې درلودی دداسې چا پر قدم، قدم کیږدو چې رښتیا د خدای، هیواد، سیمې ته ژمن ووسي ، نه دداسې چا ملګرتیا وکړو چې بام ته دې یوې کاریدونکی زینې په شان رانه ګټه پورته کړي او چې کله بام ته ورسید وموغورځوي
راځئ نور د حق ملګري شو، د رښتیا ملګري شو، د عمل ملګري شو، په تشو نمایشاتو ونه غولیږو، کار وغواړو، زه باوري چې په همدې نوي نسل کې به نوي ځوانان راپورته کیږي او ناوړه به خپل ولس ته ورپیژني، او بنیادي حل به ددې ټولنې راوباسي .
د یوه سوکاله، ښکلي افغانستان په هیله
واحدګل هاشمي
وروستي