له کله راهیسې چې په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې او ټرمپ د نوموړي هیواد ولسمشر وټاکل شو، د خپلې دندې له پیله یې پر پاکستان د سمبولیکو فشارونو لړې پیل کړه. نوموړی هیواد یې پر بیلابیلو بدو نومونو یاد کړ. زما په یاد دي چې ټرمپ پاکستان یو دروجن سیاست درلودونکی هیواد یاد کړ.
ددې ترڅنګ یې د خپلو مرستو د بندولو یادونه هم ورته وکړه. یعنې په مجموع کې ویلې شو چې د ټرمپ له واک ته رسیدو راپدیخوا پر پاکستان د بیلابیلو بندیزونو یادونه کیږي، خو له بده مرغه به ووایم چې دا سمبولیکې ویناوې دي او د ګردې نړۍ د وګړو سترګو ته د خاورو شیندل دي. هغه څه چې ټرمپ او پاکستاني چارواکي یې په مطبوعاتي اعلامیو او پر سیاسي غونډو کې یادوي ټولې یې دروغ دي او هیڅ داسې څه نشته.
د پردې تر شا پاکستان او امریکا منظمې سیاسي اړیکې لري او تل د یوه بل سره پر بیلابیلو برخو کې همکار دي. اصلاً که لږ څه شاته تاریخ ته ځیر شو همدا پاکستان وو چې امریکایي ځواکونو ته یې ددې لپاره نظامي هډې ورکړې چې دوی پر افغانستان د القاعدې د مشر د لمنځه وړلو لپاره عملیات وکړي، یعنې دا یوه روښانه خبره ده.
په لومړیو کې داسې ویل کیدل چې پاکستان د امریکا خلاف وسلوال روزي او پر وړاندې یې جنګ ته لیږي مګر، د جورج بوش په وخت کې له پاکستان څخه وغوښتل شول چې یا دې د امریکا ملاتړ وکړي او یا دې مقابل لورې غوره کړي. همدا لامل شو چې پاکستان د خپل ځان له ویرې د امریکا پر قدمونو خپل قدم کېښوده. په۲۰۰۵ کال کې د امریکا جمهور رییس جورج ډبلیو بوش او دفاع وزیر ډونلډ رمزفلډ ته معلومات ورکړي وو، چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي، خو د دوی د خبرو خیال نه و ساتل شوی. په ورته وخت کې ځینې اسناد هم افشا شوي وو چې په ښکاره په کې لیکل شوي وو چې د پاکستان استخبارات د هغو وسلوالو ملاتړ کوي کوم چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې جنګیږي.
په ټوله کې ویلې شو چې پاکستان ډیر ژر د امریکا د پالیسیو د تطبیق لپاره تسلیم شو او له هماغې ورځې راهیسې دا دوه هیوادونه د افغانانو پر وړاندې بیلابیلې د جنګ طرحې عملي کوي. دوی په خپلو کې داسې مطبوعاتي دروغجنه جګړه شروع کړې چې ټولې نړۍ ته فریب ورکوي. له یوه خوا امریکا ورته وايي چې د وسلوالو پر وړاندې باید مبارزه وکړې او له بلې خوا پاکستان دا ردوي چې په نوموړي هیواد کې دې د افغان دولت ضد وسلوال طالبان وي. خو دا دواړه په دې پوهیږي چې اصلي خبره چیرته ده. د پردې تر شا امریکا د پاکستان سره بیلابیلې مرستې کوي او په مقابل کې ورڅخه صرف په افغانستان کې جنګ دایمي ساتل غواړي.
دلته پوښتنه پیدا کیږي چې په دې کې د پاکستان څه خیر دی او یا د امریکا څه ګټه ده چې هم پر جنګ دوامداره ساتلو پانګونه کوي او هم له افغان دولت سره مرسته کوي؟
کله چې په۲۰۰۱ کال د سپټمبرپه یوولسمه نیټه د القاعده شبکې له خوا تښتول شوي دوې الوتکې په نیویارک کې د سوداګرۍ له دوو نړېوالو بورجونو او یوه یې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون سره ولګیدله. یوې بلې الوتکې بیا د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې سقوط وکړ او د امریکا د دولت په خبره په دغې حملې کېشاوخوا درې زره کسان ووژل شول چې په کې نولس د القاعده شبکې غړې هم شامل و.
د سپټمبر یوولسمې پيښې وروسته امریکا د تروریزم پر وړاندې یو پراخ نړېوال ایتلاف رامنځ ته کړ، چې له مخې یې شاوخوا یو لک او شل زره نړېوال ځواکونه په افغانستان کې له القاعده او طالبانو سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راغلل.
پر افغانستان د نړېوال ایتلاف تر پوځي برید یوه میاشت وروسته د طالبانو رژیم چې القاعده ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې وه سقوط وکړ. له څو کلونو تیریدو وروسته بیا د القاعدې شبکې مشر هم په پاکستان کې د امریکايي سمندري ځواکونو له لوري ووژل شو. یعنې که چیرته د امریکایانو افغانستان ته د راتګ هدف د القاعدې شبکې مشر وژل وو ترسره یې کړل بیا ولې دوی لا هم دلته پاتې دي؟
د امریکایانو لپاره د سپټمبر یولسمه افغانستان ته د راتګ او د هغوی د اوږد مهالې پلانونو د تطبیق لپاره ښه فرصت په لاس ورغی. دوی لا هغه وخت په افغانستان کې د فوځي حضور هیلې درلودې کله چې دوی د روسيي ځواکونو پر وړاندې له افغانانو سره مرستې کولې. یو څه چې دلته یې باید یادونه وکړو لا هماغه وخت د پاکستان پر مټ دوی له افغانانو سره د روسيي ځواکونه د ماتولو پر وړاندې مرستې کولې. یعنې پاکستان له وړاندې د امریکا پلانونه پر مخ وړل.
راځو د هاغه تیرو پوښتنو ځوابونو ته چې وړاندې مو مطرح کړې وې. په افغانستان د پاکستان لپاره د جنګ دایمي ساتلو څو ګټې دي. لومړی دا چې دوی به له دې موقع په استفادي په ډیرې اسانۍ د ډیورنډ کرښه یوه غیر رسمي کرښه وبولي. دویم دا چې دوی به افغانان په هر لهاظ تر واک لاندې لري او خپل اقتصادي بازار به یې ګرم ساتلی وي. دریم په افغانستان کې د جنګ سره به دوی مصؤن وي. څلورم له جنګ دوی ته زیاته اقتصادي ګټه رسیږي چې ښه بیلګه یې د امریکا له لوري د مرستو یادولی شو او داسې نورې بیلابیلې ګټې دي چې نوموړی هیواد یې په افغانستان کې د جنګ دایمي ساتلو څخه ترلاسه کوي.
بل لور ته امریکا له افغانستان څخه د یوه مورچل په ډول استفاده کوي. دوی د افغانستان له لارې په ډيرې اسانۍ کولی شي چې هغه هیوادونه چې ددوي سره سیاسي ټکر لري تر برید لاندې راولي او بیلابیلې ستونزې ورته جوړې کړي. په هر حال که په لنډو کې ووایو چې که په افغانستان کې جنګ نه وي نو د امریکا لپاره په دې هیواد کې د پاتې کیدو لامل نه پاتې کیږي، نو پاکستان دی چې دلته یې د امریکا د ګټو ساتلو لپاره جنګ تود ساتلی او په داسې ماهرانه ډول یې پر مخ وړي چې د جنګ دواړو غاړو ته هره ورځ په سلګونه افغانان مري. خو اوس هم امریکا او پاکستان په خپلو کې د رسنیو له لارې داسې سمبولیک اختلافات پر مخ وړي چې فکر کیږي چې نن یا صبا به امریکا پر پاکستان برید کوي، مګر د پردې تر شا بیا حالت بل ډول دی او دوی په خپلو کې ښه سره جوړ دي او تر منځ یې هیڅ اختلاف نشته.
بله مهمه خبره دا چې!
پاکستان اوس غواړي د امریکا بله یوه پروژه پر یوسي او هغه په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې ته د فعالیتونو ترسره کولو زمینه برابرول دي. تازه د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي ویلي، هڅه کېږي چې په عراق او سوریه کې مات شااوخوا ۴۰ زره داعش جنګیالي بلوچستان او پښتونخوا ته راولېږدول شي.ده د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړی چې که پردي جنګیالي یې قبایلي سیمو ته راوستل، دوی به يې پر وړاندې ودرېږي.
ده دا هم ویلي چې د بلوچستان خلک به پرې نږدي چې داعش وسله وال د دوی له سیمو په افغانستان کې جګړې وکړي.یعنې دا اوس له شکه پرته خبره ده چې دوی دواړه(پاکستان، امریکا) دې د یوه بل خلاف وي. یعنې باید وویل شي چې ټولې رسنیزې خبرې چې دوی یې د یوه بل پر وړاندې کوي ټول دروغ دي او هیڅ حقیقت نه لري.
ددې ټولو ستونزو څخه د خلاصون یوه د حل لار ده او هغه دی یووالی. ترهغې چې افغانان په خپلو کې سره یو نه شي په دې باوري ووسئ چې هیڅ وخت به مونږ او تاسې په ارام خوب ونه کړو او تل به د نورو شومې پالیسۍ پر مونږ او تاسې تطبیق کیږي.
د یوه سوکاله او اباد افغانستان په هیله
وروستي