مونږ او تاسې تل غواړو چې د داسې خلکو سره ناسته ولاړه ولرو چې زمونږ په ذوق برابر ووسي، له ذوق څخه مې هدف دا دې چې د هغوي ټولنیز چلند، فکر، اخلاق، د خبرو کولو نزاکت، او داسې نور زیات مسایل زمونږ په زړه برابر ووسي، مګر ډیر کم داسې فکر کوو چې ایا زه هاغه ټول خاصیتونه لرم چې له مقابل لوري څخه یې تمه کوم.
تر ټولو اساسي موضوع همدا ده، تاسې به اوریدلي وي چې هر عمل عکس العمل لري او یا هم څه چې کرې هغه به ریبې، ددې متل او مخکنۍ خبرې یادونه مې ځکه غوره وبلله چې هر څه زمونږ په خپل ځان پورې اړه لري مونږ که هر څنګه وغواړو، هماغسې چاپیریال د ځان لپاره برابرولی شو.
که چیرته مونږ غواړو چې په ټولنه کې راته خلک په ارزښت قایل شي نو تاسې نورو ته ارزښت ورکړئ همداشان که غواړئ نور خلک ستا ښه یادونه وکړي تاسې هم د نورو وړ خلکو ښه یادونه وکړئ، ټول وړ اشخاص وستايئ تر څو هغوي خپل چلند لا غوره او بهتر کړي.
ګورئ!
په انسان کې د شته احساس د څرګندولو لپاره غوره وسیله ژبه ده. ستاسې خپله ژبه ستا په اړوند خلکو ته ستا د شخصیت او فکر په اړه معلومات ورکوي، یعنې په ظاهره که څه هم تاسې به د ځان په هکله چاته مستقیمً څه ویل نه غواړئ مګر په نورو ټولنیزو اړیکو کې به ستاسې خپله ژبه ستا اړوند نورو خلکو ته معلومات ورکوي. نو ددې لپاره باید تر ټولو زیات فکر او احتیاط د خپلې ژبې سره وشي، لنډه دا چې خپله ژبه مو شخصیت لوړولی او کمولی شي.
همدارنګه خپله ناسته ولاړه، روښانه څیره، لباس، اخلاق، په داسې عالي معیارونو برابر کړو تر څو نور خلک له مونږ متاثره شي، او یو انسان له بل انسان څخه هلته متاثره کیږي چې یو شخص منظم شخصیت او ټولنیز اخلاق ولري، خپل خوي لپاره منظم قالب ولري او هیڅ وخت ورڅخه ونه غړیږي تل مستقیم په خپل دریځ ووسي تاسې به اوریدلي وي چې ډیر رنګونه د ګلانو سره ښکلي ښکاري انسان چې څو رنګه شي تاوان کوي.
ورپسې دا چې خپل باور هیڅ وخت مه خام کوه، زیات وخت مونږ د ډیرو کوچنیو مسایلو د بې غوري له کبله خپل باور له لاسه ورکړو، حتا که یو ملګرې درته د ژوند یوه کوچنۍ خاطره ووايي او تاسې یې بې ارزښته وبولئ او له نورو سره یې شریکه کړئ دا سمه ده چې هغه ته به کوم زیان نه وي اوښتی مګر د بیا ځل لپاره درباندې باور نه شي کولی او نه هم ته بیا هماغه باور لاسته راوړلی شی.
وروستی یې دا چې په خپل ځان کې منفي کړنې په ګوته او د لمنځه وړلو کې یې مبارزه وکړه. ارواپوهان وايي چې هر عمل چې شاوخوا ۲۲ ځله تکرار شي په یوه دایمي عمل اوړي نو تاسې هم ځان دې ته وهڅوئ تر څو دوامداره یو څه ارزښتمن ولولئ، او ووایئ.
وروستي