د سولې کیلي د ولس په لاس کې ده

څو لسیزو جنګ جګړو د ځینو افغانانو پر فکرونو دومره منفي اغیز کړی وو چې که به دې د سولې او اوربند د راتګ اړوند هر عقلي او علمي دلیل ورته تشریح او بیانوو، نو ستا اوږده تشریح او بیلابیل علمي دلالیل به یې په ډیره کوچنۍ منفي جمله درځواب کړل چې دا وطن نه جوړیږي.

مګر د وسلوالو طالبانو د اوربند راوروسته مې همغه د بندو فکرونو والا خلک ولیدل چې په خپله خوله یې دا اقرار وکړ چې رښتینې مبارزه کولی شي په هیواد کې تلپاتې او سرتاسري سوله راولي.

مهمه خبره دا ده چې له مونږ او تاسې د حقیقي سولې رنګ هیر دی، جکړه دومره اوږده ده چې ډیر کوچنیان په کې رالوي او ځوانان شول او بلاخره یې خپل سرونه د همدې جګړې له کبله وخوړل. اصلاً په افغانستان زیات شمیر وګړي په دې باور وو چې ژوند همداسې وي لکه دا څنګه چې تیریږي او په زیات شمیر کې یې دومره لویې ویرې او وهم اخستي وو چې که به دې د سولې او اوربند اړوند یوه جمله هم په خوله راوړه نو له ډیرې ویرې به یې درته ویل چې دا خبرې هر چیرته مه کوه هسې نه ژوند دې د خطر سره مخ شي.

پورتني او ځینې نور علتونه وو چې دې ولس زیات شمیر بیلابیلې ستونزې په ځان منلې وې او د یوه نامعلوم برخلیک لپاره یې د ژوند شپې ورځې صبا کولې او هیڅ د ستونزو د حل کیلي په لاس نه ورتله.

اوس چې د وسلوالو طالبانو له لوري کوم اوربند اعلان او پای وموند ولس په دې پوه شو چې که غر لوی دی هم په سر یې لار شته. که ستونزه څومره هم لویه وي حتمي یو حل لري او ددې لوی ستونزې د حل کیلي د هر افغان په لاس کې ده. دا یوه داسې ستونزه ده چې شر یې په تیر کې هر افغان وګړي ته رسیدلی او په همدې ډول یې حل هم د ټول ولس کار دی.

د ګوتو په شمار ځوانانو یا د سولې مبارزین همغومره موثر نه شي تمامیدلی څومره چې د ټول افغان ولس په یوه غږ راپورته کیدل کولی شي دا دایمي ستونزه حل کړي. په حل سره به یې خیر ټول افغان ملت ته ورسیږي او ټول به د یوې سوکالې ټولنې په څیر خپل ژوند پر مخ وړلی شي.

اوس پوښتنه دا ده چې څه کول په کار دي چې بیا د هغو تورو ورځو سره مخ نه شو؟

د ټولو افغانانو لپاره په درې ورځني اوربند کې خاص درسونه او پیغامونه نغښتي وو، ناهیلي خلکو هیلي پیدا کړې، ولس د سولې له خونده څکه وکړه او ټولو ولیدل چې که دا حالت دایمي شي ژوند به یې له څومره ستونزو او کړاوونو پاک شي. وايي د ولس زور د خدای زور دی اوس په کار دا ده چې ولس په یو غږ را پورته شي او د دولت د وسلوالو مخالفینو او افغان دولت تر منځ د سولې منځګړیتوب وکړي او په خپل قوت د مدني حرکتونو له لارې دا دواړه دې ته پرېنږدي چې د یوه بل سره لا تاوتریخوالي ته دوام ورکړي. د نه حرکت په صورت کې دې دا نه هیروي چې؛

"اانَّ اللّهَ لا یُغَیِّرُ ما بِقَومٍ حَتّیَ یُغَیِّروا ما بِاَنفُسِهِم ". سوره رعد، آیه۱۱
ژباړه: الله ج د هیڅ قوم په حالت کې تغیر نه رامنځته کوي، تر هغې چې په خپله په ځان کې تغیر رامنځته نه کړي.

لیکوال: واحد ګل هاشمي