ټرمپ پر شمالي کوریا د نویو بندیزونو فرمان لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ هغه فرمان لاسلیک کړی چې له مخې به یې له یاد هیواد سره پرهغو کسانو او کمپینو بندیزونه ولګیږي چې له شمالي کوریا سره سوداګري کوي.
نوموړي د یاد فرمان له لاسلیکولو وروسته خبریالانو ته وویل چې د دې فرمان په لاسلیکولو سره د هغو کسانو مخنیوی وشو چې د شمالي کوریا اټومي پروګرام او هستوي وسلو ته د یاد هیواد لاسرسی تمویلوي.
نوموړي د شمالي کوریا رژیم جنایتکار وباله او ویې ویل چې د یاد هیواد هستوي هڅې د نړۍ امنیت ته لوی ګواښ دی.