د افغانستان د تیر ولسمشر حامد کرزی د مرداریو یو ستره مرداري دا وه چی د چوکیو ویش یی د قومونو په انډول کړی وو، یعنی که ریس پښتون وو نو یو مرستیال یی باید تاجک بل یی ازبک او یا هم هزار وای، چی دا په خپل ذات کی د فساد هغه وروستی حد ځکه حسابیږی چی اهلیت او وړتیا په لوی لاس له منځه وړی پر ځای یی نا اهله او نه کاره افراد او اشخاص د ونډې له لاری راوړاندې او ټاکل کیږی چی هغه بیا نه خپل قوم ته څه کولای شي او نه هم هیواد ته ځکه چی بی کفایته وي. موږ د کرزی دا دستور همهغه وخت غندلی اوس یی هم غندو کار باید د ژبې او قوم په نوم نه بلکی اهل کار ته وسپارل شي.
دا تیرې دوی ورځي په فیسبوک او نورو رسنیو کی د سواب الدین مخکښ په نوم کوم کس دی چی ډول ډول تبصرې او نیوکې پدې خاطر ورباندې کیږی چی ګويا غوښتل یی د خپلې ژبې کسان په دندو وګماري، پداسي حال کی چی نوموړی دا تورونه بی بنسټه او د هغه پر وړاندې طوطیه وبلله خو که فرض کړی دا کار هغه کړی هم وی نو کوم جرم خو یی نه دی کړی، دا خو کومه ګناه نه ده، ګناه او جرم ځکه نه دی چی دا شپاړس کاله پر افغانستان د یوې ولسوالۍ یو څو کسان پر افغانستان حکومت نه کوی،؟ ټول کلیدې او غيرې کلیدې وزارتونه، ریاستونه او ټول سفارتونه یی نه دي انحصار کړی؟!
نو که مخکښ صاحب دا کار کړی هم وی چی غوښتي یی وی یو څو کسان په دندو وګماري جرم یی نه دی کړی ځکه چی شپانه یا غوبانه او بی سواده خو یی نه ګمارل لکه چی نورو ګمالی دی خو اهل کار یی ګمارل نو دا خو دومره ستره خبره نه ده لکه دا ځینو ځینو چی دغه خبرې ته دومره هوا ورکړه.
دا کټه مټه هغه د وزې او میږې خبره ده ، وزه چی هر وخت لوڅه ګرځیدله هیڅ خبره هم نه وه خو میږه چی یو وار لوڅه شوه نو دنیا په بل مخې راپریوته.
امرالله صالح چی د کرزی په حکومت کی د امنیت ریس وو تاسو قسم ورکړی چی په خپله اداره کی یی یو کس د نورو قومونو څخه په دنده ګمالی وو که ټول یی د یو قوم او په ځانګړی توګه د یوې ولسوالۍ کسان ګمارلي وو.
همدغه ښاغلی صالح نن بیا پر نورو باندې پدې خاطر نیوکه کوی چی ګويا خپل هم ژبی په دندو ګماري.
ښاغلی امرالله صالح! ایا تاسو هغه وخت چی په ملی امنیت کی د ټول د یوې ولسوالۍ خلک ګمارل دا پوښتنه ولی نه درسره پیدا کیدله چی نن درسره پیدا شوه؟ ایا هغه وخت تاسو وجدان نه درلود چی د افغانستان نورو وګړیو ته مو هم په خپله اداره ملی امنیت کی دنده ورکړی وای، اوس دا وجدان درکې پیدا شو؟ اوس پدې پوهه شوی چی دا سم کار نه دی؟ موږ باور لرو چی تاسو بیا هم قدرت ته ورسیږې همهغه کار به کوې لکه وړاندې چی د کوه.
په همدغه دوه سری حکومت کی چی ټول وزارتونه د مختلفو زورورو تر منځ ویشل شوی دی تاسو د محقق مربوت وزارت ته ورشئ چی یو د بل قوم څوک پکشی شته او کنه ټول د یو قوم خلک پکښې کې دی همداسی د دوستم وزارتونه وګورئ.
وزارت داخله چی په چور کی د عبدالله رسیدلی دی بل هيڅوک حق نه لری چی د همدغه وزارت وزیر شی که کیږی هغه باید د همهغی ولسوالۍ وی چی عبدالله یی دي.
همدارنګه یو تعداد نورو هم همدغه د مخکښ صاحب خبره هم اګاها نه یا غیری اګاهانه پدې خاطر چی د اشرف غنی سره جوړ نه دی پړسولی ده په داسی حال کی چی د افغانستان ټول حقایق په سترګو وینې.
هغوی ته موږ دومره وایو چی د یو شخص په خاطر د یو قوم حقوق تر پښو لاندې کول ستاسو د کم عقلۍ هغه اخیري حد په ګوته کوی باور وکړئ چی ستاسو لپاره ډیر شرم دی.
وروستي