د یو خوستوال منګل خاطره

د ثور انقلاب لومړي وختونه وو، خو روسانو لا افغانستان نه وو اشغال کړی.
یو تعداد کسان د مرحوم ظاهر شاه په وخت کې پاکستان ته د هغه د حکومت څخه د بغاوت په پار تللي وو، همدغو کسانو د پاکستان د ای اس ای په مرسته او مالي کومکونو مجاهیدین نوی راپیدا کړي وو تر څو په کابل کې ناست حکومت ورباندې سرکوب او له پښو څخه راوغورځوي، دلته کله هلته به کله کله ټاک ټوک وو، بي بي سي امریکا غږ او ځینو نورو غربي راډیو ګانو او رسنیو به د کابل حکومت پر ضد سخت تبلیغات روان کړی وو.

دې خوا ته حکومت هم د مخالیفینو پر وړاندې هسې لاس تر زنې نه وو ناست امنیتي تدابیر یې ښه ټینګ کړي وو، د منظمي اردو او څارندوی یا پولیسو په څنګ کې یې ملیشه یي قوتونه هم جوړ کړي وو، ځکه د انقلاب څخه دفاع یې ملي وجيبه بلله. د ملیشه یي ځواکونو څخه به یې د کلیو، بانډو په امنیت او عامه تاسيساتو لکه پلونه سړکونه، روغتونونه، ښونځی جوماتونه داسې نورو ځایونو د ساتلو لپاره پوستې جوړې کړې وې، کار اخیست.

یو وار داسې وشول چې یو څو کسه د منګلو د قوم ځوانان چې د خوست د علیشیرو د سیمې وو او په ملیشه کې یې دندې اخیستي وې، د خوست په جنوب شرقي برخه کې د دولت د مخالیفینو لخوا چې هغوی هم په قوم منګل وو محاصره شول، محاصرې څو ورځې دوام وکړ بلاخره د محاصره شویو کسانو پلارونه، د ځینو وروڼه یا نور دوستان راټول شول په خپلو کې سره دې فيصلې ته ورسیدل، چې ځئ لاړ به شو که دیخوا ته زموږ وروڼه زامن دي اخو هم زموږ اډ او غوښه ده، هغوی هم منګل دي، ورسره به خبرې وکړو تر څو خپل کسان را خلاص کړو.

ورغلي کسان چې د ملیشه یي ځوانانو خپل خپلوان وو د حکومت سره یې دندې نه درلودې، نیغ د حکومت مخالیفینو ته ورغلل، ورسره یې خبرې وکړې، مخالیفینو ورڅخه وغوښتل چې ملیشه د موږ ته تسلیم شي موږ ورته هیڅ هم نه وایو.

کله چې ملیشه تسلیم شوه، وسله ترې واخېستل شوه، ټول خالي صلاح شول، ملیشه ورسره یې خپل خپلوان چې د خلاصون لپاره راغلي وو ټول یې د اسیرانو په نوم ونیول ورته یې کړه چی تاسو ټول کافران، ملحدان او مرتدان یاست.

ورپسې د حکومت مخالیفینو همدغه ټول اسیران په یو سیم داسې سره وتړل چې سیم یې د هر یو د پوزې څخه تیر کړی وو، لاسونه یې وربسته کړي وو، څپلۍ یا بوټونه یې د ټولو څخه اخیستي وو. په سخت ژمي کې چې واوره هم پرته وه پښې يبلې (تورې پښې) روان کړي وو، کوم چا به چې د یخ څخه شکایت وکړ غازیانو به اور ورته بل کړ د دوی پښې به یې پر اور باندې ونيولې، تر څو یې د یوه دوو ورځو مزل کولو په همدغه زجر سره یو ځای ته ورسول بیا یې دوی ټول په خاورو کې تر نامه پورې خښ کړل. پر مسلمانانو یې غږ کړ چې پر دغه ملحیدینو د هرې تیګې په وارولو سره به په جنت کې د یوې داسې ونې خاوند شی، چې اس به یې پنځه سوه کالونو په اندازه لاندې سفر کوي، مه پرې راګورئ، خلک يې وهڅول ټول یې په یو ځای سنګسار کړل.
انا لله وانا الیه راجعون.
هسي ما بیا دا پوښتنه کوله چې موږ به له تیر تاریخ څخه کوم درس اخیستی وي او کنه؟!