ځکه خو بدبخته یو!

وایی چې د کوم کلي جومات ته تازه یو مولا راغی که ګورې چې د کلي ټول خلک پنځه وخته جومات ته راځي لمنځونه کوي خو یو یې هم اودس نه کوي یعنی ټول بې اودسه لمنځونه کوی، تازه راغلی مولا چی د کلي دا حال ولید نو یې د کلیوالو پوښتنه وکړه چی ولې بې اودسه لمنځونه کوئ؟ بی اودسه خو لمنځونه نه قبلیږې.
کلیوالو نوی مولا ته وویل چی دا خبره خو موږ ته پخوانې مولا کړی ده.

نوی مولا لاړ د همدغه کلی زوړ مولا یی پیدا کړ، ترینه یی وپوښتل چې ولې د کلیوالو ته ویلي دي چې بې اودسه لمنځونه کوئ؟

زوړ مولا ورته وویل چی دا ځکه چې کلیوالو لمنځونه نه کول، ویل یې چې اودس کول ورته ګران یا سخت دي، نو ځکه ما ورته وویل چی لمنځونه کوئ خیر دی که بې اودسه هم وي.
اوس چې ما کلیوال په لمنځونو راوستي دي تاسو یې په اودسونو راولئ!

کیدلای شی په فکری لحاظ زما او د حکمتيار نظرونه په ډیرو برخو کې سره متفاوت وي خو دا یو تعداد افراد او اشخاص چی یوازې په حکمتیار پسې یی راخیستې ده انصاف نه دی. لکه د مثال په ډول د روهي په ویب پاڼه کی د محمود باور په قلم لیکلی شوی دا (http://www.rohi.af/fullstory.php?id=61420) لیکنه.
موږ دا نه وایو چی حکمتيار سپين چرګ دی، حکمتیار بې له شکه چې د نورو زورورو لکه ربانی، سیاپ، دوستم، محقق، خلیلی، عبدالله، صالح، قانوني، اسماعیل خان،ګل اغا شيرزي، ظاهیر قدیر، او ځينې نورو په شان تاريخ لري څه چی همدغه کسانو کړی وي حکمتیار به هم کړی وي، خو په ځینو برخو کې بیا همدغه کسانو چی پورته یی نومونه ذکر شول داسی بد کارونه کړی دي چې حکمتیار نه دي کړی لکه مثال یی د افغانستان اشغال د امریکا یانو په واسطه دا نو تر ټولو ناوړه عمل دی چې دغه نورو کړی ولې حکمتيار دا کار نه دی کړی، بیا نو ولې دا نور چی تر حکمتيار یی بد بد کارونه کړی دي پر ولس د حکومت کولو حق لري حکمتیار یی ونه لري؟

په همدغه لیکنه (ګلبدین په بیدینه بانډ کې) کی ښاغلی محمود باور چی غالباً مستعار نوم دی ځکه وړاندې موږ پدې نوم کوم لیکوال نه پیژنو حکمتیار ته د پيغور په ډول لیکلي چی امریکایانو ته تسلیم شوی دي. او یا بل ځای همدغه ښاغلی لیکی چی 《 ...... لومړۍ باید انجینر ګلبدین وحشت وپیژني او بیا د یو چا شخصیت په وحشت او بې رحمۍ تورن کړی》 چی د دواړو اشاره حقانی شبکې او طالبانو ته ده.

ښاغلی محمود باور ته موږ په ځواب کی لیکو چې حکمتیار خو دا دی وحشت او بیرحمي پيژندلي ده له غرو څخه سمې ته راکوز شوی دی، د ازادو او شفافو ټاکنو خبره کوي، هغه چې تر اوسه د ټوپک د شپلۍ له خولې او د افغانانو د سرسخت دښمن پنجاب په لمسون لا وحشیت ته ملا تړلی ده باید له غرو راښکته شی د نر په شان د د حکمتیار سره خوا په خوا د ازادو او شفافو ټاکنو له لاری د قدرت ته ځان ورسوي، تر څو هیواد چی رښتیا هم د امریکا تر مستقیم اشغال لاندې دی له اشغاله خلاص کړي.

ایا امریکا ته د اشغال د دوام زمینه دا ده چی افغانان سره تیت او بی اطفاقه وي او که دا ده چې یو بل ته لاس ورکړي او په خپلو کی سره یو موټی شي؟ ایا تاسو پدې باور لرئ چی همدغه طالب یا د حقاني شبکه چی پنجاب یی تر شا ولاړ دی وکولای شي چې امریکا په زور له افغانستان څخه وباسي او افغانستان له اشغاله خلاص کړي؟

موږ د حکمتیار صاحب دا جرائت او میړانه چط وسله یې کیښوده د مدني لارو غواړی خپلې مبارزي ته دوام ورکړي ستایو دا بیا د ولس خوښه ده چی رایې ورکوي یا یی نه ورکوي، همدارنګه موږ د طالبانو او حقانی ډلې هم ورته هیله لرو چی خبرو ته کشیني نور د د ټوپک د شپلۍ له خولې د ولس سره خبرې نه کوي را د شی ټاکنو ته د ودريږي که ولس رایه ورکړه نوش جان یې.

طالبانو ته وړاندیز:
څو ورځې وړاندې د سولې عالي شورا طالبانو ته وړاندیز کړی دی چې:
《 د هر میکانیزم پر بنسټ چې وسله وال طالبان خوښ وي، ورسره د سولې خبرې کوي او دغه شورا حاضره ده چی طالبانو ته په کابل کی دفتر ورکړي.
پر وړاندې یی طالبان بیا وایي چی:
《 زموږ یعنی د طالبانو حکومت امریکا نړولی دی ځکه خو غواړي چې نیغ په نیغه د امریکا سره خبري وکړي، نه غواړي چی د کابل د حکومت سره خبرې وکړي》.
امریکا لنډه ورخلاصه کړه وایی چې:
《 موږ د طالبانو سره خبرې نه کوو》.
زموږ په ښونځی کی د ریاضی استاد د وریښمین صاحب یاد د په خیر وي، کله به چی یي پر تخته د ریاضي معادله وليکله نو به یی پر موږ زدهکونکو غږ وکړ ویل به یی چي:
نو څه خیل یي کوئ؟
ښه چی د سولې شورا هغه خبره کوی، طالبان دغه خبره کوی او امریکا یی پر وړاندې دا ډول لنډ ځوابوي ، د ورښمین صاحب خبره ده چی څه خیل یی کوې؟
ښه طالبه که امریکا درسره خبرو ته نه کشني خو همدغه یی هدف دی تر څو تاسو طالبان جګړې ته دوام ورکړي او هغه یعنې امریکا ته بانه برابره کړئ تر څو په افغانستان کی پخه واړوي له افغانستان څخه لاړ نه شي.
وه طالبه! ولې په لوی لاس او قصداً د افغانستان اشغال ته پخپله زمینه برابروې او اشغال دوامدار کوي؟
کله چی موږ د طالبانو او امریکایانو خبرو ته ګورو دوی دواړه یو خبره کوی او یو هدف لري چې هغه عبارت د افغانستان د اشغال دوامداره کول دي.

د پښتو متل دی چی وایی په خبرو د چا زور نه کمیږی، ځکه خو طالب ته پکار ده چی د حکومت سره نیغ په نیغه خبرې وکړی کومي غوښتنې چې لري هغه د د میز په سر حکومت ته وړاندې کړي که حکومت ومنلې خو وبه یی مني او که یی ونه منلې حکومت خو به ملامت کړې، ولس خو به د ځان پر خوا کړې هیڅوک ستا زور نه شي کمولای بیا ته پوهه شه او پر اوږه ټوپک جنګیږه تر قیامته.