ټرمپ مه ملامتوئ!

یو چا خبره کوله چی د افغان جګړې پر مهال زموږ سره په خوست کې، د جهاد وختونو په جبهه کی څو کسان عربانو هم د کابل حکومت پر وړاندې جګړه کوله. یوه ورځ له دوی څخه یو په جګړه کې ووژل شو وایي چی بل عرب ملګري یې سخت سخت ژړل، یو چا ورته وویل چی خیر دی مه خپه کیږه هغه شهید شو! عرب ورته وویل چی پدې ژاړم چی هغه شهید شو زه ولې ژوندي پاتې شوی یم؟!
عربان به د جهاد په نوم افغانستان ته راتلل، خو چا دا پوښتنه ورڅخه نه کوله چی دومره لرې یعنی د عربو څخه افغانستان ته راځئ، غواړی په افغانستان کی ځانونه شهیدان کړئ، ولی نږدې په فلسطین کې ځانونه نه شهیدان کوئ، هلته ولی جهاد نه کوئ؟
فلسطینیان له اولی تر نن ورځې پورې د اسرايلو سره په لیندو، مچنوغو او د تیګو په وارولو سره جنګیږی پداسې حال کی چی سعودې بی حسابه ريال د افغانستان په ورانولو او د افغانانو په وژلو کی مصرف کړل، هیڅ چا د سعودي څخه دا پوښتنه نه کوله چی ولی یو څو راکټ لنچر د فلسطین مجاهیدونو ته نه اخلی؟
که سعودی، مصر او نور عرب هیوادونه رښتیا وغواړي د فلسطین مسله حل کړي، کولای شی حل یی کړی خو سعودی د خپلو ګټو لپاره دا کار هیڅ کله نه کوی. همدا سعودی دی چی په اکثر اسلامي هیوادونو کی د دوی د لاسوهنې له امله اورونه بل دی.
د سعودي مفسید، عیاش، شرابخوره، چارواکی چی د کالونو کالونو پر سعودی باندې پاچاهي کوی او ټول د یوې کورنۍ خلک دی د امریکا او اسرايلو تر ټولو نږدې دوستان دی، موږ تر اوسه د یو اسلامی عالم څخه د دوی په هکله یوه خبره هم وانه اوریدله ټول د دوی په هکله چپ دي، چی دا ولې؟
مرسي په مصر کی د خپل ولس د رایو پر بنسټ قدرت ته ورسید کله چی اسرایلو د ځان لپاره ګواښ باله همدارنګه د سعودي مفسید چارواکی هم ورڅخه په ویره کی وو ډاریدل چی ولس به یی پر وړاندې رابیدار کړی هغه وو چی د همدغه سعودي مفسیدینو لخوا ورته دسیسه جوړه شو زندان ته واچول شو او اعدام امر هم ورباندې وشو.
سعودي عربستان موږ ځکه یادوو چی ښې قوی وسلې په لاس کی لريچی هغه تیل او په اسلامي نړی کی د دوی نفوذ یا اثر دی کولای شي چې د امریکا او اسرايلو پر وړاندې یی وکاروی، خو موږ باور لرو چی د سعودي چارواکی دا کار هیڅ کله هم نه کوی دا ځکه چی د امریکا او اسرايلو څخه ویره لری چی سعودیان به یی پر وړاندې راپورته کړی د دوی ديکتاتور حکومت به راوپرځوي.
بل خوا همدغه امریکا او اسرائیل دي چی د سعودي حکومت داسی ساتی لکه سوی لاس دا ځکه امریکایان پوهیږی چی که د سعودي همدغه مفسیده او عیاشه کورنۍ له منځه لاړه شي د ټاکنو له مخی د سعودیان د خوښې حکومت جوړ شکړي بیا خو د امریکا سره د تیلو د غله حساب او کتاب کوي، امریکا نه شی کولای چی د سعودی تیل بی پوښتنې یوسي.
د بیت المقدس په مسله کی مسلمانانو ته نه ده پکار چی د ترمپ او یا هم د نتان یاهو څخه ګیله وکړی چی ولی یی یاده شوی سیمی چی د مسلمانانو لومړۍ قبیله د الاقصا جومات پکشی پروت دی د یهودانو رسمی پایتخت اعلان کړ؟
مسلمانانو ته پکار ده چی د خپلو مفسیدو چارواکو سره حساب تسفیه کړی. او که مسلمانان دا کار ونه کړی په خپلو هیوادونو کی د امریکا او اسرايلو لاسپوڅي په قدرت کی پریږدی لرې نه ده چی نور اسلامی ارزښتونه دې د بیت المقدس په سرنویشت اخته نه شي.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
7/12/2017