
د امریکا سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې جان باسټ د افغانستان لپاره د نوي استازي په توګه وټاکه.
نوموړی چې پخوا په ترکیه کې د امریکا سفیر و تر دې وروسته به خپل ماموریت ته په افغانستان کې دوام ورکړي.
باسټ له دې وړاندې په عراق، ایټالیا، چاد او بلجیم کې هم ډیپلوماټیک ماموریتونه تر سره کړي دي.