
د افغانستان جمهوري ریاست ويلي، چې محمد اشرف غني به نن شپه ناوخته د ملګرو ملتونو په ۷۲یمې کلنۍ عمومي غونډه کې د ترورېزم پر ګواښونو او له ترورېزم سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې ولري.
ولسمشر غني به تر ډېره د ترورېزم د ګواښونو او له دغه پدیدې سره په ګډه مبارزه کې د بېلابېلو هېوادونو پر ونډې اخیستنې ټینګار وکړي.
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د سې شنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت له ویاند سره په ګډه، یوې خبري غونډې ته وویل چې افغان ولسمشر به د دغې غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو په ځانګړي ډول د پاکستان له موقت صدراعظم سره د ترورېزم د ګواښونو په اړه خبرې وکړي.
هغه زیاته کړې، چې افغان ولسمشر به د ترورېزم د ګواښونو ترڅنګ د ملي وحدت حکومت د درې کلنو لاس ته راوړنو او راتلونکو پروګرامونو په اړه هم معلومات وړاندې کړي.
مینه پال ویلي، محمد اشرف غني به د غونډې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره هم وګوري او دواړه مشران به د اړیکو په پراختیا او له ترورېزم سره د مبارزې پر څرنګوالي متمرکزې وي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ویب پاڼې په قول، د سازمان د غړو هېوادونو غونډې تېره اوونۍ پېل شوي خو عمومي بحث به یې د راتلونکې سې شنبې په ورځ وي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې له دې وړاندې د ولسي جرګې اداري پلاوي د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د افغان ولسمشر ګډون مهم بللی و او له هغه یې غوښتي و چې د سولې او ثبات په ګډون د افغانانو ټولنې غوښتنې نړیوالو ته وړاندې او ښه انعکاس ورکړي.