کمال يې په څه کې دی؟

د کابل د طب پوهنځي د لومړۍ کال په زده کړو بوخت وم چې په يوه ادبې غونډه کې، چې شاعران او طنز لیکونکي پکې راټول شوي وو،ګډون وکړ. زما د ښه بخت له امله غونډې ته د هیواد تکړه طنز لیکونکۍ ښاغلۍ کاتب پاڅون سیب هم راغلی وو. پاڅون سیب یو طنز واورهوه چې خدای(ج) شته، هیڅ می له یاده نه ووزی او که د ریس او یا د وزیر کلیمي می تر غوږ شی نو بیا، بیا هغه سنه راته سترګو ته ودریږی چې ویل یی ؛؛ دا ځکه چې پدی نورو ریس مقرر شوی دی؛؛
؛؛ کوم څوک په بازار کی ولاړ ؤ او طوطیان یی خرڅول او همدا اوازونه یی تکرارول چې: په زر، دوه زره ، درۍ زره، زر، دوه زره ، دری رزه؛؛ چې کوم د طوطیان شوکي ورته ودرید او د معمول سره سم یی تری وپوښتل چې اشنا طوطیان د څه نرخ دی؟ خرڅونکی همهغه خپله جمله بیا تکرار کړه (( زر، دوه رزه، دری زره)). اخیستونکی تری پوښتنه وکړه، طوطیان خو ماته یو ډول ښکاری، قیمتونه یی فرق لری، که لږ می وپوهوی؟ نو خرڅونکی خپل طوطیان داسی ورته معرفي کړل:
لومړۍ طوطی چې قیمت یی زر افغانۍ دی هم په خپله خبری کولای شی او هم د بل په خبره پوهیږی. .
دوهم طوطی چې ارزښت یی دوه زره افغانۍ دی خبری نه شی کولای ولی د بل په خبره پوهیږي .
دا دریم ښاغلی چې دری زره یی اخیری قیمت دی نه خپله خبری کولای شی او نه د بل چا په خبره پوهیږی .
اخیستونکی وپوښتل چې: کمال یی په څه کی دی؟
پلورنکی وویل چې دا ښکلی پدی نورو باندی ریس ټکل شوی دی ؛؛ .
ښه نو چې په ګلخانۍ کی داسی حال وی نو له ولسوالۍ به موږ څه ګیله وکړو؟ ډیر لری نه ځو دا لنډ څو میاشتنۍ تاریخ ته ګورو چې زموږ په هیواد کی ټول ټاکني تر سره شوی. پرته له هغه چې صندقونه ډک شول ، زموږ هغه یو تعداد په اصطلاح چې خپلو ځانونو ته روشنفکران وایی . د چا لپاره خپل ناخبره او مظلوم ولس دوقه کړ؟ موږ ولیدل چې تاریخ او د کار کړنه یی موږ ټولو ته ښه څرکنده ده. زه د هیواد له هغه ښاغلو روشنفکرانو لاندی څو پوښتنی لرم . او قضاوت تاسو ته پریږدم.
لومړۍ کرزی په خپلو تیرو دورو کی پر هیواد او ولس څه اسمان شین کړی وو چې زموږ یو تعداد روشنفکرانو هغه بیچاره ولس چې کالونه کالونه په وینو کی لمبیږی، وغولول او دا ښاغلی یی بیا راوست ؟ همدغه ښاغلو نه شول کولای چې د کرزی پر ځای د اشرف غنی احمدزی سیب او یا بل داسی مشر شاته ولاړ وی چې هم یی خپله خبری کولای شولای او هم د ملت په خبره پوهیدلای . ولس چېغی وهی چې زموږ کورونه د امریکایان نه لټوی ، زموږ تور سری د نه بی عزته کیږی ،پر موږ باندی د بامون نه ورول کیږی. دا چېغی اوریدل کیږی؟ همدارنګه کرزی پدی پوهږی چې حاکیمیت څه شیدی؟ او باید څنګه حکومت کول وشی؟ موږ يی ګورو چې نه د ولس خبره اوریدل کیږی او نه په حکومت کولو پوهیږی. کرزی که اوس هم خپل سلاحیت او مسولیت وپیژنې ډیر څه کولای شی، ځکه چې کرزې شرچېنه ده او کرزی کولای شی چې کار یو پاک وزیرته ور کړی، ښه وزیر کولای شی چې سم ریس ځای پر ځای کړی، همدارنګه دغه سلسله تر پیاده پوری وغزول شی حکومت خپله جوړیږی.ولی کرزی عاجز دا کار نه شی کولای ځکه چې کرزی مخکی له مخکی د زورورو سره وعدی کړی وی چې که ماته خپلی رایی راکړی نو ستاسو قیمتونه به هم دری زره افغانیو ته لوړوم.نو کرزی خپل لاسونه په خپله تړلی دی.
دوهمه پوښتنه زما د هغه ښاغلیو څخه چې د عبدالله لپاره یی څڼي اچولی داده چې دوی ددغه طبیب په دا ښکلی دریشی او دا ښایسته ن غړوندې کی دا کمال له کومه پیدا کړ چې دي به د کابل د هغه کونډو او یاتیمانو پر زخمونو پټی کیږدي چې د سهار او بیګه وچه ډوډۍ نه لري؟ ایا د عبد لله لپاره د کابل د مظلوم ولس غلول د همدغه ولس او شهیدانو لپاره توهین نه دی؟ ای تاسو د خپلو کورنو ورانیدل دومره رز له یاده وباسل؟ چې تاسو غوښتل له هغه څخه ګرباچوف جوړ کړی تر څو زموږ ګران هیواد پر څو ټوټو وویشې؟ .
زمادریم سوال له هغه شمیر روښنفکرانو چې دوی د فهیم، خلیلی او دوستم لپاره سرګردان وو، دادی چې ددغو دری واړو کمال په څه شی کی و،چې تاسو غوښتل پر هغوی بیا د بیچاره ملت ویني وچې کړی ؟هغه ګلان چې دوی په هیواد کی کرلی دی تاسو یی نه وینۍ؟هغه د نفاق تخم چې دوی کرلی دی تاسو ته نه دی څرګند؟ ایا تاسو د دوستم خلیلی او فهیم پر تاریخ خاوری اړولای شی؟ ایا تاسو پدی خاطر چې دا ستاسو دقوم سرنویشت ټاکونکي دی د هغوی ملاتړ کوه او تاسو ته به ستاسو حق درکړی؟ تاسی پدی نه پوهیدی چې دغه دری واړو ښاغلیوخپل قومونه مخکی له مخکی پریو داسی بل چا باندی خرڅ کړی وی چې هغه هم خپل
ه ازادی نه لری، او دوی ستا سو پر سر لا له مخکی معمله کړی وه. نو تاسو تش په نامه روڼ اندو خپل قومونه په حقیقت کی دوه واری خرڅ نه کړل؟. اول دا چې تاسو د داسی مجسیمو شاته ودریدی چې نه لمونځ کولای شی او نه به ستاسو لمنځونه ورپسی قبول شی، دا ځکه چې دوی کوم کمال نه لری بدون له ورانولو څخه نوخپل قوم ته به یی څه خیر ورورسیږی؟همدا تاسو ښاغلیو نه شول کولای چې د بشردوست سیب تر شا ولاړ واست؟ .
ښه نو دا کار خو تر سره شه کرزی وټاکل شو نو وار رسیږی د دوه زرو قیمته طوطیانو ته( ره ټول نه یادوم) چې هغه د ملت نمایندهګان او په پارلمان کی ناست،او ځانونه د یو داسی ملت وکیلان یا هوښیاران بولی چې جامی یی څیری، په خیټه وږی، ماشوم یی رنځور کور او وطن یی په یو اوږده جګړه کی ویجاړ شوی. دغه وکیلانو صیبانو به په کلیو او بانډو کی همدغه ځوریدلی ولس تش په خبرو غولولی وی، تر څو رایی تری واخلی او ورته به یی دا دروغ ویلی وی چې ګویا زه به ستا حق دفاع کوم او تاسو ته به جنت جوړوم او ستا امانت به نه خیانت کوم .ولی دا وکیل صیب د ملت ټولی خبری اوری چې څه وایی او څه غواړی،خو افسوس چې خپله خبری نه شی کولای په پارلمان کی چپ ناست دی .ایا تاسو وکیلانو صیبانو خپل صلاحیت او مسولیت چې د ملت او الله (ج) په مقابل کی یی لری، خبر یي او هغه پیژنی او تر سره کولای یی شۍ؟
محترمو وکیل صیبانو تاسو د دولت هغه برخه یاست چې یو لوی مسولیت د ولس په مقابل کی پر غاړه لری چې هغه عبارت له قانون څخه څارنه او د حکومت په چارو کنترول دی. نو تاسو باید د ملت امانت چې هغه پر تاسو باندی د باور رایه ده خیانت نه کړی او خپل ځوریدلی ولس د شخصی ګتو په مقابل کی خرڅ نه کړی.ځکه ددی پوښتنه له تاسو څخه یو وخت کیږی ، چې باید په نظر کی یی وساتﺉ. .
اوس نو خبره پاتی کیږی هغه چاته چې همدغه در په در ولس ورسره هره ورڅ لاس او ګریوان دی، چې هغه بیا موږ د لومړۍ سیل د طوطیانوسره ښه پر تله کولای شوو ، دا ځکه چې هم په خپله خبری کولای شی او هم د هغه چا خبری ښی اوری کوم چې د میز مخکی کی ورته ولاړ دی او دي یخی سیوری ټه پر هغه چوکۍ ناست دی چې د میلت په وینو جوړه شوی ده او دا خبره کوی چې سبا ته راشه نن کار نه کیږی.
لومړۍ دا ښاغلی ددی وړ دی چې دغه کار ته ګمارل شوی دی؟ایا دا ښاغلی پدی خبر دی چې زه څوک یم او زما دنده څه ده، او څه باید وکړم؟
ښاغلیه کومه چوکۍ باندی چې ته ناست یی دا ستا د پلار او نیکه نه ده. دا د ملت ګډ مال دی. ستا دنده د ولس څخه رشوت او بډی اخیستل نه دی ، د خلکو ځورول نه دی ،بلکی د ولس لپاره خدمت کول او مزدوری کول دی او ددغه خدمت په مقابل کی ته د ملت په شتمنۍروزل شوی یی، تا د ملت په شتمنۍ لیک لوست یاد کړی . ستا څخه ددی هیله ده چې ته به د قانون په رڼا کی د ولس ورځینی مشکلاتو ته ځواب ورکونکۍ وی. او کومه دنده چې پر مخ وړی د هغی په مقابل کی تنخوا(معاش) اخلی او که دا کار نه شی کولای نو بیا د یو مسلمان په صفت له دغې دندی څخه لاس واخله تر څو چې اخرت خو د خراب نه شی.ځکه ته که چېرته بیت المال وخوری ددې څواب بیا په اخرت کی نه شی ورکولای، ځکه پدی مال کی د میلیونو افغانانو، کونډو او یاتیمانو حق دی کوم څوک به تاته بخشش وکړی؟ .
زما په نظر د خلاصون لاره ډیره اسانه ده که موږ یی په خپله سخته نه کړو: :
موږ ولس باید پدی ښه پوه شو چې هر څه زموږ په لاسونو کی دی او موږ کولای شو چې داسی مشران د خپل هیواد او خلکو لپاره وټاکو چې ددی وړ وی تر څو زموږ غم وخوری، زموږ اواز واوری او موږ د بدختیو څخه وژغوری . ددی کار تر سره کول ډیر اسانه دی باید له خپل ځان، کور ، کلی،ولسولۍ ،ولایت څخه نیولی تر څو چې ګلخانۍ ته یی ورسوو.نو موږ باید په خپل کور کی، کلی ته داسی د کورنۍ غړی ور مشر کړو چې هغه زموږ د کور غوښتنی خپل کلی ته اورولی شی او خپله کورنۍ په باندی نه خرڅوی،همدارنګه د خپل کلی څخه ولسوالۍ ته هغه څوک د خپل نماینده په صفت وروپیژنو تر څو همدغه مشر خپل کلی خرڅ نه کړی او
دخپلو کلیوالو اواز خپلی منطقی روښانه کړلای شی. چې همدغه سلسله تر پارلمان او په ولس مشر باندی ختمه کړو. نو بیا بیا به هم زموږ غږ اوریدل کیږی او هم به له دی ځور څخه خلاص شو چې مامور صیب راته ووایی چې سبا ته راشه نن د کار نه کیږی .
وایی چې دا موتې خو درپوتی چې نوری نه کی موتې، پدی معنی دا څه چې تیر شول دا خو تیر دي مګر موږ باید له هغه څخه د راتلونکی لپاره سبق واخلو او داسی څوک خپل مشران وټاکو چې د هیواد او ولس لپاره کار وکړی او غل نه وی لکه. الفت صیب چې ویلی دی :
:
د یوسف څیرو جامو کی څه ګناه ده
ښه لباس کی چې ګنه کړی زلیخاده
راځئ څیری کړو دا ښی جامی رنګینی
پکی وګورو څیری ډیری ننګینی
 
ګل مر جان منګل