پښتانه او تاجک ډير دي، هزاره او اوزبک مو پکار دي! !

دا د هغه افغان سفیر(قونسل) وینا ده چې ما په هالنډ کی دده په رسمي دفتر کې دده له مبارکې خولې څخه په خپلو ګناګارو غوږونو واوریده.خدای (ج) شاهد دی چې له حده ډیر خپه شوم، ځکه چې دا خبره یوازی همدغه ښاغلی نه کوی بلکی له پاسه (لوړ پوړو) څخه ورته هدایت ورکړل شوی دی او د اوسنی حکومت ټوله کړنلاره پر همدغه شان پر شا روانه ده. .
وایی چې تداوکوږ وي، نو دیوال هم کوږ راځي،زموږ د هیواد او ولس وروستۍ بدبختی هغه وخت پيل شوه چې د جرمنی د بون په ښار کې د موقتي حکومت د چوولي (تداو) ډبره د اهل کار پر بنسټ نه،بلکی د قومونو او ګوندونو پراساس کیښودل شوه او هغه چا چې ډیر ورانۍ یی کولای شوه او افغانان یی ښه ویرولی شول هم ډیره برخه تر کوتو کړه، لکه چې وایی د شرمیدلی دوی برخی اخلي.
دا د فیفټې،فیفټې حساب افغانۍ نه دی او تر شا یی د هغه خارجی کړیو په ځانګړی ډول د ایران، پاکستان اواوس ترکیی هم ځان ورګډ کړ، عربان او غربیانو لاس دی چې خپلو لاسپوڅو ته دارنګه سبق یا درس ورکوی او ددوی له طریقه خپلی شومی کړنلاری او هدفونه تر لاسه کوی.او ورته دا خبره مخی ته ګدې چې ګویاستا ژبه ،کلتور او یا مذهب یا قوم په خطر کی دی، بازی وراکوی.
او افغانان پدې نه پوهیږی چې په پاکستا ایران او ترکیه کی د نورو کوچنیو قومونو سره څنګه چلند کیږی؟ یعنی په پاکستان کی د پښتنو او بلوڅو څه حال دی ،په ایران کی د کوردانو بلوڅانو، نورو لګکیو او سنیانو ته څومره ددوی حق ورکړل شوی دی، همدارنګه په ترکیه کی کوردانو او ..... ته څومره برخه ورکړل شویده ورپسی په فلسطین کی څه حال دی؟ چې د پاکستان سره د افغانستان د پښتنو،د ایران سره د افغانستان د تاجکو،هزاره او شعه غم او د ترکی سره د افغانستان د اوزبکو او د عربانو سره زموږ د سنیانو زړخوګی ده چې دوی یی یعنی ترکان ایارنیان ، پاکستانیان او عربان یی له غمه مړه دی او اف
غانانو ته ددوی حقونه له یو بل څخه غواړي.
وایی چې یو څوک د چا میلمه شوی وو،که ګوری په دیګ کی یی وریژی ولیدی چې لږی دی، نو یی کوربه ته وویل چې که د خپلی ګیډې لپاره می وی، زما د خیټه وشکیږې کنه نو ورژی د لږی پخی کړی دی.زه نه غواړم چې تاسو محترمو لوستونکو ته خپل مشکل واوروم بلکی غواړم چې د همدغه سفارت د کار کولو یو ژوندی مثال تاسو ته څرګند کړم.
تیر کال په همدغه میاشت مارچ ۲۰۰۹ کی له افغانستان څخه بیرته راغلم او د ځان سره می یو سند روړی وو چې په کابل کی د صحت عامه او ورپسی د خارجه وزارت هم ټپه کړی وو، په هاګ کی می زموږ همدغه سفارت ته وروړ چې تصدیق یی کړی.ولی پدی خاطر چې په کوم ځای کی چې نوموړی سند جوړ شوی وو، په یو نوم باندی رنګ وهل شوی وو او دوهم وار ته پر هغه رنګ له پاسه لیکل شوی او له هغه وروسته پری همغه مرجی ټپه لګولی وه او د هغه له پاسه په ترتیب سره د عامی روغتیا او بندینیو چارو وزارت په کابل کی تصدیق کړی وو، ونه منه او همدغ سند یی کابل کی د باندینیو چارو وزارت ته ولیږه چې دا معلومه کړی
چې دا رنګ خوړل له ددوی له ټپو څخه پری وهی شویدی که وروسته .
خدای(ج) حاضر دی چې یو کال کیږی چې ځواب یی له د کابل د باندینیو چارو له وزارت څخه له ندی راغلی په داسی حال کی چې ما همدغه سفارت ته په وار، وار ټیلیفونونه کړی دی او هر وخت همدا خبره کوی چې ځواب له ندی راغلی ته منتظر اوسه او زه هم لکه یو ښه لیونی ورته ناست یم. .
زه تیره ورځ د پورته یاد شوی سند د پوښتنی لپاره سفارت ته نه وم ورغلی بلکی یو بل سند چې په هالنډ کی می اخیستی دی تر څو په سفارت باندی تصدیق کړم چې که چېری افغانستان ته لاړم ؟ بیا څوک راڅخه پیسی ونه غواړی او راته ونه وایی چې دا خو جعلی دی،ځکه چې زموږ سفارت ولی نه دی ټپه کړی. .
همغه مامور چې تیر کال یی زما هغه بل سند کوم چې تر اوسه یی ځواب لا ندی راغلی ژوندی دی او په هم هغه چوکۍ باندی کار کوی. ددغه نوی زما د هالنډ سند په شا باندی تصدیق وکړ او د معمول سره سم ټپه باید د سفیرپری ولږوی.زه يو ځای د یو بل افغان سره چې د ۵۰ کا لو په عمر به وی چې ما نه پیژنده، چې د ده کار هم تر ټپی پوری خلاص شوی وو یو ځای دوهم پوړ ته ورپورته شولو او دفتر ته ورننوتلو او کله چې پر چوکی باندی کیناستلونو سفیر سیب د همدغه افغان څخه پوښتنه وکړه چې په دین د چا یی؛؛از کدام قوم استی؟؛؛ هغه په ځواب کی ورته وویل چې تاجک یم. سفیر بیا په ځواب کی ورته وویل؛؛پشتونها
و تاجکها در سفارت ما شکر زیاد است ولی هزاره و ازبک کم است، میخوهیم که چند کسی از این دو قوم پیدا کنیم؛؛.دی ځوان داسی ونه ویل چې داسی افغانان مو په کار دی چې په کار باندی پوه وی ،مګر نه اوزبک او هزاره یی په سفرت کی کم وو او غواړی چې د هغوی ونډه هم زیاته کړی نور که په کار پوهیږی او که نه پوهیږی؟
.
‎‎‎‎‎‎‎‎‎تاسو وګوری چې زموږ ټولنه تر کوم سرحده پوری ناروغه ده او موږ په څومره لوی مسبت باندی اخته یو؟ او موږ ته څومره خوارې کول پکار دی، تر څو دا د قوم، ژبی او مذهب په رنځونو باندی اخته مریضان درملنه کړو هغه که له هر قوم څخه هم وی.
لکه چې مخکی می هم یادونه وکړه دا لویه مریځي زموږ ټولنی ټه له بون د جرمني څخه سرایت کړی دی او که چېری یی غم ونه خوړل شی ،بیا به نه پښتون وی، نه تاجک، نه ازبک او نه به هزره وی. دا خاوره به ایران پاکستان او ترکي ته ورپاتی شی . لکه کوم شاعر چې ویلی دی:
که ته وایی چې زه یم او زه وایم چې زه یم
نه به ته یی نه به زه یم
که ته وایی چې ته یی او زه وایم چې ته یی
هم به ته یی هم به زه یم
زه ټوله ګنا د سفیر پر غاړه نه وراچوم اوبه له پاسه خړی دی بلکی د اوسنی حکومت عامه پلیسي یی بولم. ځکه ده ته به هم یو چا چې له ده پورته ناست وی دا درس ورکړی وی چې ګویا په سفارت کی باید توازن وساتی تاجک، پښتون هزاره او ازبک ټول مساوی حقوق لری او ټولو ته په سفارت کی باید دندی ورکړل شی . او د دولت(جیګپوړیو چارواکو) هم دغه لوست بیا په خپل وار سره د هغه بیګانه بادار( روسیه، ترکیه ایران، اعرب او پاکستان) څخه ترلاسه کړی دی چې هم دغه افغان ته له نورو افغانانو حقوق غواړی. او پری منلی یی ده، هغه دا چې ګویا ستا مذهب، ژبه او کلتور په خطر کی دی،زه درسره کومک کوم اÙ
ˆ شاته د ولاړ یم.
کله چې زموږ د هیواد حاکمیت د قو مونو او یا د هغه ګوندونو چې شاته یی بهرني لاسونه دی پر اساس وویشل شی، او کار د کار اهل ته ونه سپارل شی، نود داسی جوړ شوی حکومت به د خپل ولس او هیواد لپاره څه معنی او مفهوم وی او څه ګته به یی ملت ته ورسیږی؟ باید ووایو چې بدون له جګړې، ورانۍ او بدبختۍ څخه موږ ته بل هیڅ شی نه شی راوړلی، لومړۍ ،دا ځکه چې کار د یوی داسی ډلی په لاس کی لویږی چې هغه پدی نه پوهیږی چې د دغه بیګانه سره زما د ژبی قوم او مذهب درد د څه شی پر بنسټ ولاړ دی. دوهم که پری پوه هم وی نو پدی خاطر چې په قدرت کی پاتی شی او د خپل ملت غوښي وخوری په حقایقو سترګی پټوی او خپل ناجایز کار ته دوام ورکوی او خپل قومی یا هم مذهبي ته د خپل بیګانه بادار خبره کوی چې وګوره زموږ ژبه قوم او مذهب په خطر کی دي،که زما شاته ولاړ نه اوسی نو له منځه ځی.او دغه بی ژبي او نا خبره بیګنا افغانان هم پدې نامه چې ګویا د ورک نه شی د همدا ډول خرڅ شویو شاته ناخبره منډی وهی. . .
حق نوم د خدای (ج) دی او زه نه وایم چې په افغانستان کی به حقونه نه وی لاندی شوی هلته چې جګړه وی او قانون وجود ونه لری معلومه خبره ده چې حق به د پښو لاندی شوی وی او لاندی کیږی به.مګر زه پدی نه پوهیږم چې موږ څه لرو چې زموږ د افغانانو تر منځ هر وخت پر هغه جګړه وی؟ دوهم په جګړه کی خو د ټوپکو اوازونه وی او هیڅوک په دوو غوږونو څه نه شی اوریدلی چې مقابل طرف ته ووایی چې دا زما حق دی.یا په بل عبارت کله چې جنګ وی خو دغه خپله ددی شرایت برابروی تر څو موږ یو بل ته غوږ ونه نیسو. پدې معنی چې موږ خپل غوږ نه ګورو او په سبې پسی منډی وهو.نو که چېری موږ روښتیا هم د حق غوښتونکی وÙ
ˆ موږ باید لومړۍ په خپل هیواد کی جګړي ته د پای ټکی کیږدو، او بیا د میز پر شر سره راټوی شو او وګورو چې د چا څه حق دی او یو بل ته د منطق پر اساس قنعات ورکړو او د منطق پر بنسټ له یو او بل څخه هم خپل حق وغواړو نه او څه چې په نوره نړۍ کی رسم او رواج وی پر هم هغه اساس موږ هم د یو او بل څخه په خپلو عقل او فکر د حق غوښتنه وکړو نه د ټوپک په په زوراو په ځانګړی توګه نه د بیګانه پر خوله او لمڅون.ځکه هغه که هر څوک وی ستا له غمه نه دی مړ او د ځان او خپل هیواد د ګټو لپاره یی موږ ته هډوکی منځ ته را اچولی دی. . .
اګر چې زما لیکنه به اوږده شی خو په اخیر کی زه په خپل کم عقل فکر لاندی نسخه خپلو ټولو افغانانو وروڼو او خویندو ته وړاندی کوم او د الله(ج) څخه غواړم چې د هغو ناروغانو دوا شی چې د ژبی،قوم مذهب او مقام په ناروغیو اخته شوی دی:
لومړی په خپل منځ کی جګړه بس کړی چې د یو او بل اواز واورو او د میز شاته د ورورۍ په فضا کی سره کشینو تر څو په روښتیا د خپلو حقوقو پوښتنه وکولای شو. .
دوهم د قوم ژبی او مذهب پر اساس خپلمنځني اختلافونه لری کړی، ځکه دا د خارجیانو سیا ست دی چې موږ افغانان یی سره په جګړه اچولی یو او د یو او بل پر خبره نه پوهیږو د همدغی لاری دوی خارجیان لومړی موږ ټوټه ټوټه کوی تر څو مو په اسانه سره وخوری.
دریم د قومونو پر بنسټ حاکمیت او چوکۍ باید ونه ویشل شی بلکی کار نه تنها د کار شخص ته ورکړل شی بلکی داسی اشخاصو او کسانو ته ورکړل شی چې هم په کار پوهیږی او هم یی په ټولو افغانانو یو ډول زړه درد کوی او د ولس ملی ګټی په نظر کی ساتی.ځکه موږ به هغه پښتون، تاجک، هزرا ، اوزبک پشایی او نورستانۍ څه کوو چې هم په کار نه پوهیږی او هغه د ټول ملت ګټی ونه ساتلی شی نو هغه به ستا ګټی څنګه وساتي.نو باید ووایو چې زموږ د قومونو ګتي په ملی ګټو پوری تړلی دی تر څو ملی ګټی ونه ساتل شی هیڅ یو قوم به خپل مشروع حق تر لاسه نه شی کړلای.
ژوندی د وی د افغانانو تر منځ ملی یوالی چې دا زموږ د ټولو افغانانو د حق او بقا ضمانت کیدلای شی . . .
ګل مر جان منګل
۲۰۱۰/۰۳/۱۶