حاضر ځوابی لغتي شاعران پېژنۍ؟

 په لویه پکتیا( خوست، پکتیا او پکتیکا ) کی کله چی وادونه کیږی، نو د واده څښتن بیا د ټنګ ټکور(مجلس) لپاره محلي شاعران چی ورته لغتی شاعران هم وایی راولی تر څو د واده لپاره راغلي میلمانه څو شیبی په خوښۍ سره تیرې کړي او د شاعرانو د لغت مقابله چې په ساز سره بدرګه کیږی تری خوند واخلی. .
محلی یا لغتي شاعران هغه شاعران دي چې دوه پر دوه بی له دې چې قلم او کتابچه یې په لاس وي، په روان ډول، د هغه طبعی استعداد پر بنسټ چې خدای(ج) ورته ورکړی دی، په میدان کی دریږی او یو له دغه دوو شاعرانو څخه په لغت شروع کوی چې د شروع لغت یی دوه بیته لری او وروسته پدی دوو بیتو پسی لنډ،لنډ بیتونه تړي چې دی بیتونو ته ټکۍ هم وایی. دوهم شاعر یعنی مقابل شاعر د همدغه بیت په پیروی د هغه ځواب په ټکیو سره ورکوی.
د محلي(لغتی) شاعرانو سوال، ځواب په ستړي مه شي سره شروع کیږی او حاضرین یا اوریدونکی هغه وخت په احساساتو رولی چې نه تنها مقابل شاعرته د لغت مناسب ځواب ورکړی بلکی حریف هم په فکر کی واچوی.پدی معنی چې خپله ټکی په داسی بیت باندی ختمه کړی تر څو ځواب ورکونکی شاعر په اسانۍ سره ونه شی کولای چې دفاع یی ووایی. چې ښه بیلګه یی موږ په دغه لاندی بیتونو کی لیدلای شو.
دا پیلودې (فولادې) غشی هرمیش پو(پر) ډاډو وړلای نه شی
مر بیکه! ستړی مه شی
ځواب
پیلودو(پولادو) غشي وړمه لږ په څنګ شه
غنی شاعره! خدای رسول دې مل شه
که موږ دا پورتنې بندونه لږ په غور سره وګورو، نو رښتیا هم د اوریدونکي یا لوستونکی توجه جلبوي.ځکه چې پیژندګلوی له ستړیمشی شروع کیږی.نو کله چې دوه محلی شاعران سره مخامخ کیږی له ستړیمشی معلومیږی چې غنی شاعر خپل تیاری(امادګی) نیولی ده، نو کله چې مر بیک شاعر مجلس (بانډار) ته داخل شی، نه یوازی چې ورته ښه راغلاست وایی بلکی د خپلی ژبې او فکر ادبي قوت هم میلمه شاعر ته څرګندوي .
که په اول بیت کی موږ د شاعر تشبه ته لږ ځیر شو، ډیره په زړه پوری ده. ځکه د میلمه شاعر سره زور ازموینه په لغت سره کوی، نو دلته یی لغت د فولادو له غشی سره تشبه کړی دی. چې دغه د شاعرد ښه مهارت څرګندونه ده.
بله خوا میلمه شاعر په خپل ځواب کی مبلغه نه کوی، ولی په ډیر مناسب ډول د کوربه شاعر ځواب ورکوی، اوپه عینی حال کی له زورازموینی څخه هم نه منکریږی.
نو که موږ پورته د میلنه شاعر ځواب ته وګورو مناسب ځواب یی ورکړی دی.یو خوا یی د کوربه شاعر زورڅه زور نه دی بللی اود خپل لغت قوت یی تر هغه زورور بللی دی او بل خوا یی اخیری بیت داسی ختم کړی چې هم مناسب ځواب وی او هم یی کوربه شاعر(غنی شاعر) ته مشکل کړی چې ځواب یی ورکړی.


په لویه پکتیا کی دا ډول شاعری ډیر اوږد تاریخ لری او د پکتیا په ټولوسیمو کی ډیر خوښونکی(علاقمندان) لری. .
همدارنګه په دغه سیمه کی ډیر ښه شاعران تیر شوی دی چې د ځینو نومونه لکه مدن شاعر مربیک شاعر،طوطی شاعر،ِغنی شاعر صالح شاعر د بیلګی په ډول د یادولو وړ دی، چې د دغی سیمی اولسونوته په حقیقت کی د پښتو ژبی شفایی ادبیاتو ته یی نه هیریدونکی خدمتونه کړی دی.اود دوی خدمت موږ باید ژوندی وساتو.
همدارنګه اوس هم په لویه پکتیا کی ډیر تکړه محلی شاعران شته چې همدا اوس، اوس هم د پښتوژبی شفایی ادب په چوپړ کی دی چې موږ یی د ځینو نومونه لکه حاجی مت خان شاعر نیاز ولی شاعر، سید احمدخان شاعر،حکییم جان شاعر د بیلګی په ډول یادولای شو. (په دغه اړیکه کی یی لیدلي شي)
http://www.youtube.com/watch?v=mf3A_U-ogoo&feature=related

ولی په ډیر تاسف سره باید یادونه وکړو چې تر اوس پوری هیچا د هغوی نوم هم نه دی اخیستی او نه هم اخیستل کیږی. شاید ده پدی خاطروی چې هغوی به ښونځۍ نه وی لوستی.ولی زما په نطر ددوی نه یادونه د عدلت لري بولم او د قلم خاوندانو ته بیا په ځانګړي ډول د لویی پکتیا ځوانان چې د ادب په ساحه کی مهارتونه لری او څیړنی کولای شی په همدغه برخه کی خپل قلم ونه سپموی، تر څو یوی خواته دغه لویه شتمنی زینمنه نه شی او بل خوا ته نویو استیدادونو ته رشت ورکړی، چې دغه به نه یوازی د سیمی کلتور وساتي بلکی یو قوم به هم ژوندی کړي. ځکه یو قوم په ژبه او کلتور باندی ژوندی وی او کله چې هغه له لاسه ورکړی نو هغه قوم له منځه ځی.
مننه
ګل مر جان منګل


 
http://www.youtube.com/user/khostai#p/a/u/2/bk2pHxUnHNA
 
 
 
http://www.youtube.com/watch?v=_RkGCB27v7s&feature=related
 

http://www.youtube.com/watch?v=mOHKEFjwzNI&feature=related.




. .


 
http://www.youtube.com/user/khostai#p/a/u/2/bk2pHxUnHNA
 


 
http://www.youtube.com/watch?v=_RkGCB27v7s&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=mOHKEFjwzNI&feature=related