ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې شمالي کوریا ته ګواښ کړی دی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي ویلي دي چې که شمالي کوریا خپل غیر مسوولانه چلند ته دوام ورکړي له مینځه به ولاړه شي.
نوموړې ویلي دي چې امریکا به له دې مخکې له ټولو ډيپلوماټیکو لارو چارو کار واخلي.
هیلي چې له یوې امریکایي رسنۍ سره یې مرکه کوله ویلي دي چې امریکا له خپل ځان او متحدانو څخه دفاع کوي چې له امله یې کیدای شي شمالي کوریا له مینځه ولاړه شي.