
د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه یي ویلي دي چې هیواد به یې له امریکا سره د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون پر وړاندې د امریکا هر ډول عمل ته توند ځواب ووایي.
نوموړي ویلي دي چې د ایران ملت به د حاکم رژیم پر وړاندې ودریږي او د امریکا هر یو ګام به د اسلامي جمهوریت له قوي عکس العمل سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د یاد تړون له مخې پر ایران یو شمېر بندیزونه کم کړل.
د یاد هیواد بهرنیو چارو وزات ویلي دي چې د ایران پر وړاندې به نور بندیزونه هم کم کړي خو د نوموړي تړون له مصوونیت څخه مطمین نه دي.