په اوښكولمدې تابلوګانې

 

         دلومړۍ ځل نه ووچې دنقاشۍ په نندارتون كې دهغه تابلوګانوترټولوغوره اولومړۍ جايزه ګټله ددغه ښارپه ډېرونندراتونونوكې دساحل تابلوګانودليدونكوپام ځانته رااړولى وو .
تېركال دښارپه نندارتون كې دهغه يوه تابلوچې ديوه قبرترڅنګ په كې يوه ښكلې ددعاپه حالت كې انځورشوې وه اوله سترګويې تررپاندوبيرغونولاند ې اوښكې روانې وې يوه شتمن شاعر دنندارتون دترټولوقېمتي تابلوپه نوم له هغه نه واخيسته
دساحل دشهرت يوسببداووچې په خپلوتابلوګانوكې يې تراژيديكې موضوعاګانې وړاند ې كولې اوبيه يې هم دومره لوړه نه وه .
دنندارتون دخلاصېدونه وروسته هم دساحل ددغه نوې تابلو صفتونه دخلكوپه خوله وو په تابلوكې يوماشوم دپسه له شانه رالوېدلى پړى يې هم دماشو م په غاړه كې دى پسه له وېرې په چمن كې منډې وهي اوماشوم چې ژبه يې له خولې راوتلې په ځان پسې راكاږي
داسې معلومېږي چې ماشوم په پسه سورشوى اوله ډېرې مينې يې دپسه پړى په خپله غاړه كې اچولى پسه په چمن كې دكوم پسه له ناڅاپي الوت نه وېرېدلى اوله خېزسره يې ماشوم هم له شانه رالوېدلى اوس چې پسه هرڅومره منډې وهي له شانه يوڅه ورپسې تړل شوي دي اونه ترې خلاصېږي په دې تابلوڅوك دومره زرنه پوهېږي خوله ژورفكرنه وروسته ديوه كوچني ماشوم اويوه ضدي پسه دمينې دكيسې له انجام نه خبرېږي
ساحل خپله هم په دغه تابلوكې كارېدلي هنرته حيران وو اوپه نندارتون كې يې دخلكو دبې ساري مينې اوتشويق له كبله ورته هغه ټولې شېبې دخيال په څېرښكارېدې .
په خپل مېزيې اېښې تابلوګانې سمې كړې اوله ځان سره يې غلي غلې كومه سندره زمزمه كوله شاته يې ډډه ووهله اوترژبې لاند ې يې په خنداوويل
((چاويل چې كوږ بارترمنزله نه رسېږي )
ام..........زه وايم زمااصلي تابلوګانې كه هلته يوسم كتل څه چې دخلكوزړونه به له خندا ورته وچوي اوپه څپېړوڅپېړوبه زمانه هم كومه بې رنګه اوبې خونده تابلوجوړه كړي .
داټول دهغه لېونۍ زوردى چې تابلوګانې يې دشهرت اسمان ته وخېژولم دښارپه شتمنوخلكوكې راځم دهغې په څېرنجونې راته اوس هرځاى سلام كوي خودلاخبره هم نه ده حتى په دې به هم وي خبره چې دضدي پسه تابلوساحل دخلكوپه وړاندې چېرته ورسولو اودمينه والودچكچكوشوريې اوس هم له غوږونونه دى وتلى په همدې فكرونوكې ووچې دكوټې ورټك ټك شو يوه ښكلې نجلۍ راننوته ټوله په سروجاموكې نغښتې وه خوپه تندي كې پرېشاني اوخفګان دواړه له ورايه برېښدل دساحل په ليدويې پښه دوره په دړه ولګېده وروسلام يې وكړ اودسلام دمېزمخې ته ودرېده مخ يې لوڅ كړاوساحل ته يې وكتل
مبارك بياهم......
ساحل خپل تندى تريوكړاومېزپه سرله رنګ لړلوكاغذونوسره بوخت شو
بيايې ترژبه لاند ې ځواب وركړ.
دڅه مباركي نږدې ووچې خلك مې په تابلوپورې وخاندي ،داځل خونه تابلووه اونه مابلو چې ته بيامباركي هم راكوي هسې بې ځايه دې دومره زحمت پرې اېستلى وو اوبيادلته راتګ دې هم ددې لپاره دى چې ماوشرموې دنجلۍ په سترګوكې اوښكې راماتې شوې دوره په لوردوه درې قدمه لاړه اوبيايې ساحل ته راوكتل
نه دروغجنه ماهمداشېبه په تلوېزيون كې وكتل چې په نندراتون كې زمادضدي پسه تابلوته لومړۍ مقام وركړل شو تابياهم زماسره جفاوكړه
تېركال دې هم مزارته ولاړه تجلۍ تابلوپه خپل نوم وپلورله داځل دې بياهم ددغه تابلوسره هغه چاره وكړه . څوك به خبرهم نه وي چې دكال دغه غوره تابلو دچاپه ګوتوجوړه شوې ده
زه دشهرت وږې نه يم يوازې ستامينه غواړم تاهغه ځل اودد ې تابلودلومړي نمبرګټلوپه اړه دزيري راكولوپه ځاى دروغ وويل هغه هم په دې سبب چې زه به له تانه دتابلوګانو دپيسو نه څه وغواړم دنجلۍ اوازنورله قهراوغوصې نه ژړااوكريږوته ورته كېده دوره په لورلاړه زه نورستانه يم ته يونقاش نه يې يودروغجن يې دوره نه بهرپه انګړكې يواوازجګ شو ساحل وخندل خوبيايي زرځان جدي كړ په منډه له څوكۍ پاڅېد انګړته ورغى نجلۍ په انګړكې پړمخې په خورووروتابلوګانوپرته اوڅوتابلوګانې يې په اوښكې لمدې كړې وې
۱۳۸۸-۲-۴
ننګرهارپوهنتون