
د امریکا بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن وایي چې امریکا کولی شي په مناسبو شرایطو کې د پاریس نړیوال اقلیمي تړون سره پاتې شي.
نوموړي له سي بي اس تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې ټرمپ لیوال دی تر څو داسې شرایطو ته ورسیږي چې په هغه څه کې کوم چې د نور هیوادونه یې د ټولو ګډه ننګونه بولي ګډون وکړي.
له بلې خوا د امریکا ملي امنیت سلاکار هم پرون په یوه مرکه کې ویلي دي چې د امریکا ولسمشر په یاد تړون کې د یو شمېر بدلونونو غوښتونکی دی