
د عراق پوځ ویلي دي چې د یاد هیواد انبار ولایت کې یې د سوریې پولې ته نېږدې د داعش ډلې یو مرکزونه د سیمه ییزو ملیشو په مرسته نیولي دي.
سرچینه وایي چې یادو ځواکونو د فرات جنوبي غاړې ته پروت اقاشات ښارګوټی له څو ګړۍ جګړې وروسته نیولی دی.
په سیمه کې د داعش پر وړاندې د قوماندې ګډ مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یاد خبر تایید کړی دی.