
په سوریه کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف وایي چې د روسیې پوځي الوتکو پر هغو ځواکونو بمباري کړې ده چې دوی یې ملاتړ کوي چې په پایله کې یې یو شمېر وسله وال ټپيان شوي.
له دې اعلان سره سم د سوریې دموکراتیکو ځواکونو کوم چې امریکا او ورسره ایتلاف یې ملاتړ کوي ویلي دي چې روسي الوتکو په دیرالزور کې د دوی پر پوستو بریدونه کړي دي چې له امله یې د دوی درې تنه وسله وال ټپيان شوي.
دیرالزور په سوریه کې د داعش وروستی د مقاومت مرکز دی.