
څه لوی هنر د ژوند دې په لاسو کې انځور ګره
دا څـــــــــــه دې پنځولي په تابلو کې انځور ګره
بس زه درنه همدغه تصویر غـــواړم راته ګوره
دا څه چې مې ښکاریږي په لیمو کې انځورګره
شپه وي خاموشي وي په اسمان کې راڼه ستوري
راز د ماښام څه وي په ډیوو کې انځــــــور ګره
ته دغه شیبه وتړه د خپل هنر په ګـــــــــوتو
هغه چې شاته وګوري په تلو کې انځورګره
مرمه سیا چاه کې یو د لمر تصویر رالیږه
ژوند مې ټول تیریږي په تیارو کې انځورګره
ډیریمه پیښمانه ما خو نه غوښتل خو وشول
چاپ ېې د غاښ ښکاري اننګو کې انځورګره
دسرو سرو ګلابونو په نازکو پاڼو څــــــاڅکي
ته وا پاتې رڼې اوښکې دي بڼو کې انځورګره
دغه په سکوت باندې محکوم عمرخیل څه وايي
ته ېې لږ ګویا کړه په رنګو کې انځـــــــور ګره
۱۳۹۵/۳/۸
خوشال مینه