ځوانان، مدني ټولنې او نننی افغانستان

ځوانان په یوې ټولنه کې د ملا تیر حیثیت لري، دوی کولای شي چې یوہ ټولنه یا ھېواد په اقتصادي، کلتوري ۰۰۰ برخو کې په پښو ودروي او یا یې ھم تر پښو وغورځوي، د دې جملې څخه موخه دا دہ چې ھر مثبت بدلون په یوہ ټولنه کې ځوانان راوړ‎لی شي۰
د فرانسې له انقلابه را نیولې بیا د عربو تر پسرلي چې په ھېوادونو کې څومرہ تغیرات راغلي، ټول د ځوانانو په واسطه راغلي دي، دا چې پایلې بیا څه دي ھغه به یوہ بل بحث ته پرېږ‎دو۰
په نړ‎ۍ کې لومړ‎نی ھېواد افغانستان دی، چې ډېری وگړ‎ي ( ۶۵% ) د نفوس یې ځوانان تشکیلوي، خو د بدہ بخته چې د دغې ټولنې دا مھم قشر د برنامې نه لرلو او کم پوھاوي له امله د پردیو ھېوادونو او یا ھم د ھغوی د جاسوسانو د سوخت توکي گرزېدلي دي۰
د جنگ لومړ‎ۍ کرښه د دواړ‎و خواو څخه د تېرو نږ‎دې پنځوسو کلونو په اوږ‎دو کې افغان ځوان گرمه ساتلې دہ، خو د بدہ بخته چې زمونږ‎ د سیاسي مدیریت، راتلونکي پلان او اقتصادي پلانونو د نه شتون له امله د یوہ زبر ځواک څخه له خلاصون سرہ سم د بل ښکېلاکگر په لومو کې نښتي یو او د افغانانو ټوله قرباني د ھغوی له گټو قربان شوېدہ!؟
په امریکا کې د سپټبر ۱۱ مې بریدونو وروسته د ټولې نړ‎ۍ پام افغانستان ته شو، چې گوندې د ترورېزم ځالې په افغانستان کې دي، دا چې بیا ریښتیا ھم د ترورېزم ځالې افغانستان کې وې او کنه آیا تمویل او تجھیز د ھمدې ځایه کېدہ او که د کوم بل ھېوادہ؟ آیا عراق سوریه ۰۰۰ ھېوادونه ھم د ھمدې پروژې یو اړ‎خ و او کنه ؟ دا بیا بل بحث دی، خو په افغانستان کې د بن له کنفرانس نه وروسته پراخ بنسټه او جمھوري اسلامي دیموکراتیک نظام جوړ‎ېدو سرہ افغان ځوانانو او مدني ټولنو خپلې دندې سرته ورسولې او کنه دا د بحث اصلي او اساسي موضوع دہ چې باید ورته تم شو۰
د پراخ بنسټه نوي نظام په راتگ سرہ د نړ‎ۍ نږ‎دې اته څلوېښت ھېوادونو نظامي او ملکي مامورین په ظاھرہ د ترورېزم د له منځه وړ‎لو او ترڅنگ یې د نظام سازۍ، دیموکراسۍ، تعلیمي سویې لوړ‎اوي او اقتصادي ودې په موخه راغلل۰
خو دلته یې د توقعاتو گراف دومرہ لوړ‎ کړ‎، چې اوس یې بېرته عادي حالت ته راوستل د ناشونۍ سرہ برابرہ دہ، دوی ھر ځوان دلسھاو زرہ نیولې بیا په سلھاو ډالرہ د ځان سرہ؛ ژباړ‎ن، گارد، ھمکار، سفا کار، اشپز او په ھمداسې نورو عنوانونو ونیول۰
د بله پلوہ ھغه مرستې چې افغانستان سرہ کېدلې د قرارداد په توگه بې پوښتنې افغانانو ته ورکول کېدلې ھمدارنگه دولتي سیستم لا دومرہ نه و، چې د مفسدینو او فساد مخه ونیسي او نه ھم دوی په دې برخه کې راسرہ مرسته وکړ‎ہ۰
ھغه و چې افغانستان په نړ‎ۍ کې کله د فساد لومړ‎ی او کله ھم دوھم مقام خپلولو۰
دلته ځوانان ھم بې تفاوته نشو پاتې کېدای په فساد او نورو ھغو کې سرہ په رقابت کې و، که یوہ د بھرنیانو سرہ کار کولو بل حکومت ته مخه کړ‎ہ بل د مدني ټولنو تر چتر لاندې کار کول پیل کړ‎ل او ھمدارنگه ھغه نظام چې د شر او فساد ورکاوي په موخه د طالب په نامه نړ‎یوالو ړ‎نگ کړ‎ی و، بېرته د افغان ځوان په واسطه یې د سنگر گرمولو زمزمه وھل کېدله۰
خو بد بختانه چې ټولو اړ‎خونو د ځوان څخه په مثمرہ توگه گټه نه پورته کوله، ھر لوري د ځان په گټه ولوبولو او ځوان ھم و نه شو کړ‎ای چې ځان خپلواک څرگند کړ‎ي او خپله خپلواکي و ساتلی شي۰
اوس چې د ځوان څخه په ھغه ډول گټنه دومرہ په زړ‎ہ پورې ندہ او تقریباً پورتني فکتورونه خپلو موخو ته مخ په نږ‎دې کېدو دي، د افغان ځوان په اړ‎ہ کومه ځانگړ‎ې دلچسپي نه لري، د دوی څخه پاتې شوي بنسټونه ترې ھغه شان گټه پورته کوي لکه څنگه چې دوی ترې پورته کوله، مخکې له دې چې دا بحث پیل کړ‎م اړ‎ینه بولم، د غیر قانوني کډوالۍ برخې ته نغوته ( اشارہ ) ولرم۰
په افغانستان کې د پورتنیو ټولو ناخوالو سرہ سرہ د تعلیم پوھاوي برخه یو څه اندازہ مخته تللې وہ، خو د بدہ بخته چې د نوي حکومت ( ملي وحدت حکومت ) په راتگ سرہ ھغه ھیلې چې داکتر محمد اشرف غني ته د ښې حکومتوالۍ، کار پېدا کېدو، ډاډمن امنیت، سولې او بیا رغاونې په برخه کې وې، ھغسې ونه شول؛ اوس چې د پخوا بر خلاف ( پخوا به نالوستي ځوانان بھرنیو ھېوادونو ته تلل ) لوستي او کدري ځوانانو مو نا قانونه کډوالیو ته مخه کړ‎ہ، دا حالت ( د کدرونو فرار ) بیا د افغانستان اداري بنسټونه د گواښ سرہ مخامخ کولای شي۰
اوس ځوانان یو ډول په انحصاري توگه ژوند مخته وړ‎ي، په ځانگړ‎ي توگه ھغه ځوانان چې علمي سویه یې یو څه اندازہ لوړ‎ہ وي۰
۱- قومي ټېکدارۍ او مذھبي افراطیان:
ډېری ځوانان مو ھمدا اوس د داسې اشخاصو ترشا ولاړ‎ دي، چې ھغوی په تېرو نږ‎دې څو لسیزو کې افغانان د قوم، سمت، دین او مذھب په نوم وجنگول؛ د دوی ډېری مشران نالوستي او نیمچه ملا ډوله شخصیت لري، چې د ځان بقا لپارہ په غیر د دین، مذھب، سمت او ژبې بله داسې انگېزہ نه لري، چې ځوانان پرې راټول کړ‎ي؛ ځوانان ھم په دولتونو کې د فساد، بیروکراسۍ، واسطه بازۍ او پیسو نه شتون له وېرې ځان په ھمدې مشرانو په سې تړ‎ي، چې عقیدہ یې نه د افغانستان او نه ھم افغانانو پرمختگ دی، دوی ډېری وخت د گاونډیو، سیمې او نړ‎یوالو پروژو تطبیق لپارہ په سیمه کې گمارل کېږ‎ي۰
حقوقي شخصیت یې د کاریزماتیک مشر په توگه د تصنعي کارونو او کورنیو جنگونو اتلان بیانوي۰
۲- دولتي چارواکي:
یوہ ډله د ځوانانو دولتي چارواکو ( وزیر، وکیل، معین، د ولایتي شورا وکیل، د حکومت پر وړ‎اندې په نوم اپوزېسیون مشران، او ھان ځینو رئیسانو ) په سې ولاړ‎ دي۰
ډېری دولتي مسولین په فساد، غلا، د ځمکو غصب، اخلاقي فساد او نورو غیر قانوني او نا مشروع کارونو کې لاس لري۰
دوی د فساد دغو انواعو د پټولو او یا ھم د ځان ساتلو په پار د ځوانانو څخه استفادہ کوي، ھغوی د مدني ټولنې، قومي شورا گانو او ځوانانو په نوم ټولنو او شوراگانو کې منسجم کړ‎يدي؛ ځوانان ھم د بېکارۍ، فقر، کم پوھاوي او کله کله ھم د گوندي، قومي او سلیقوي عقدو له مخې په دغو مشرانو پسې ولاړ‎ وي۰
ډېری مشران مو د وجدان له بحران سرہ مخ دي، ھیڅکله ھم ځان دغې محکمې ته نه حاضروي که کله فکر کې ھم د وجدان محکمې ته ورشي، بېرته تېښته کوي او داسې انگېري چې گوندې خوب وړ‎ی وم او یا ھم خیال و۰
۳- د مدني ټولنو په نوم انحصاري مافیا:
په ۱۳۸۰ کال کې، چې کله نوی پراخ بنسټه نظام را منځته شو، ورسرہ سم داسې کلیمات را ولېږ‎دول شول، چې تر دې دمه ورسرہ افغانانو اشنایي نلرله؛ په ۱۳۸۴ کال کې چې کله اساسي قانون پاس شو، نو د مدني ټولنو نوم ھم د احزابو او جمعیتونو له نومه سرہ ور ډېر شو۰
ډېری لوستو افغانانو ورته د دې لپارہ اھمیت نه ورکولو، ځکه چې افغانانو د گوند، حزب او داسې نورو نومونو نور نفرت لرلو؛ دې ھر یوہ په خپل وخت کې ټولنې ته ډېر زیان اړ‎ولی دی۰
نو ځکه دغې برخې ته په افغانستان ھان لا تر اوسه ھم د حقارت په سترگه لیدل کېږ‎ي۰
ناخبر له دې څخه چې نورہ نړ‎ۍ کې ډېرہ تکیه پر ھمدې بنسټونو وي۰
یوہ ډله د افغانانو سرہ یوزای شوہ چې اوس یې ھم د افرادو تعداد له اوو یا اتو کسانو نه ډېرېږ‎ي، دغه لویه برخه چې د عامه پوھاوي، انسانانو د ژوند بدلولو او خیرازۍ لپارہ ښه وسیله دہ یرغمل کړ‎ہ!؟۰
دوی په ټولو نړ‎یوالو او کورنیو کنفرانسونو کې د افغانانو په استازولۍ په داسې حالت کې گډون کوي، چې کېدای شي، د خبرونو اورېدلو ور ھا خوا حتا یوزل یې ھم د کابل څلورو دروازو څخه بېرون د مدني فعال په نوم سفر نه وي کړ‎ی، ترڅو د ھغو افغانانو له حاله ځان خبر کړ‎ي، چې دوی په اړ‎ہ نړ‎یوالو ته په ھر کنفرانس، غونډہ، سیمینار۰۰۰ نورو کې معلومات ورکوي۰
دوی یوازې د نړ‎یوالو څخه پروژې اخلي او طرفین ( نړ‎یوال او افغانان ) تېر باسي ( غولوي یې )۰
لا تر اوسه یې داسې کوم کار نه دی کړ‎ی، چې افغانانو ته یې حتا یو د مثال په ډول وړ‎اندې کړ‎ای شي، د عامه پوھاوي نیولې ھان د څار تر برخې چې دوی د ټاکنو ۰۰۰ اړ‎وندو ادارو سرہ د مالي بنیې بډایه کولو او پیدا کولو لپارہ کوي۰
حل لار:
۱- د مدني ټولنو، احزابو، قومي شوراگانو او نورو بنسټونو قوانینو ته بیاځلې کتنه۰
۲- د نوموړ‎و بنسټونو پر مالي سرچینو دقیق او جدي کنترول او څار۰
۳- د مدني ټولنو د فعالیت اړ‎وند کارونو ویش او نومول، ترڅنگ یې د گوتو په شمار پنځو یا شپږ‎و برخو کې د جواز ورکول۰
مثلاً: د خیرښېگڼې برخه، د علمي پوھاوي برخه، د چاپیریال ساتنې او ښارونو پاکولو برخه، د ناوړ‎ہ دودونو سرہ مبارزې برخه۰۰۰
۴- ځونانو ته کار موندنه د ھغوی د مسلک او تخصص سرہ سمه، خو په غیر د رشوت، فساد، ټیم او خوشخورۍ څخه۰
۰۰۰
درنښت