
د عراق کردستان نیمه خپلواک دولت پارلمان د یادې سیمې د خپلواکۍ په موخه د ټولپوښتنې پلان ته رایه ورکړه.
د کردستان د ولسمشر مرستیال جعفر ایمینیکي چې د پارلمان د غونډې مشري یې کوله ویلي دي چې د یادې جرګې زیاترو غړو یاد پلان ته مثبته رایه ورکړې ده او ټولپوښتنه به په خپل وخت تر سره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د عراق پارلمان له نوموړې کار سره مخالفت ښودلی و او لومړي وزیر العبادي ته یې واک ورکړی و تر څو د واحد عراق د ساتلو په موخه هر ډول اقدام وکړي.
له یاد پلان سره ترکیې او ایران شدید مخالفت ښودلی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ وویل چې دا ډېر غلطه پرېکړه وه.
نوموړي ویلي دي چې خپل رسمي دریځ به د کابینې او امنیت شورا له غونډې وروسته اعلان کړي.
ترکیه او ایران اندیښنه لري چې د عراقي کردستان خپلواکي به په یادو هیوادونو کې میشت کردان د خپلواکۍ په اړه ګامونو ته وهڅوي.
غرب او ناټو هم اندیښنه ښودلې چې یاده موضوع به په سیمه کې نوی جنجال وزیږوي او له ټولپوښتنې سره یې مخالفت ښودلی دی.
امریکا ویلي دي چې په دې سره د بغداد کمزورې اداره نوره هم کمزورې شي.