
د قبایلي سیمې کورمې ایجنسۍ چارواکي وایي چې په نوموړې سیمه کې د ناڅرګندې بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې تنه شکمن وسله وال وژل شوي دي.
د یادې سیمې یوه چارواکي بصیر خان وزیر ویلي دي چې پر یوه کور دوه توغندي لګیدلي دي چې درې تنه یې وژلي دي.
رویټرز خبري آژانس د افغان طالبانو له خولې ویلي دي چې نوموړی برید د حقاني شبکې پر وسله والو شوی دی.
ویل کیږي چې برید په سیمه کې د مولوي محب په نامه د یوه مخور ملا په کور شوی دی.
که یاد برید امریکا کړی وي نو دا به د یاد هیواد له خوا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته لومړی برید وي.
په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.