ترکیې رد کړه چې له روسیې څخه د دوی وسلو اخیستلو غرب اندیښمن کړی

د ترکیې ولسمشر رد کړه چې ګواکې غرب د دوی او روسیې تر مینځ د وسلو پېر پلور نوي قرارداد اندیښمن کړی دی.
د ولسمشر اردوغان ویاند ابراهیم کارین په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته ویلي دي چې له مسکو سره ښې اړیکې له غرب سره د دوی د مقاطعې په مانا نه دي.
نوموړي ویلي دي چې ترکیه اوس هم پر ناټو یو متکي هیواد دی.
ترکیې په دې وروستیو کې له روسیې څخه د دافع هوا د پرمختللي سیستم د پېرودلو قرارداد لاسلیک کړ چې د ناټو ځینې غړي هیوادونه یې انديښمن کړي دي.