د بې پولو ډاکټرانو ټولنه وایي پاکستان ترې غوښتلي په کورمه ایجنسۍ کې خپل فعالیت ودري

د بې پولې ډاکټرانو نړیواله ټولنه وایي چې د پاکستان دولت ترې غوښتلي چې په قبایلي سیمه کورمه ایجنسۍ کې دې خپل فعالیت ته د پای ټکی کیږدي.
یادې ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې سره به په کورمه کې د دوی ۱۴کلن فعالیت پای ومومي.
د پاکستان کومې دولتي سرچینې په دې اړه څه نه دي ویلي.