
د فنلنډ هیواد وایي چې په افغانستان کې د یاد هیواد یوه تبعه چې په کابل کې تښتول شوې وه خوشې شوې ده.
د یاد هیواد بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې نوموړې بې له دې چې برمته کوونکو ته پیسې ورکړل شي راخوشې شوې ده او دوی به چا ته پيسې هم ورنکړي ځکه چې پیسې د انسان تښتوونکو حرص نور هم زیاتوي.
یاده اروپایي میرمن په داسې حال کې وتښتول شوه چې له یوې سویډنۍ ډلې سره یې کار کاوه او د تښتولو پر مهال یې یو جرمنی همکار او افغان ساتونکی ووژل شول.
نوموړې۱۱۸ ورځې د تښتوونکو په منګولو کې وه چې اوسمهال خوشې شوې ده.