شمالي کوریا نن یو بل د لېرې واټن ویشتونکی توغندی وازمایه

د جاپان او جنوبي کوریا د سرچینو له خولې شمالي کوریا نن یو ځل بیا یو لېرې واټن ویشتونکی توغندی وازمایه چې د جاپان له هوکایډو جزیرې څخه د ۷۷۰ کیلو مترو په اندازه لوړ تېر شو.
د جنوبي کوریا چارواکي وایي چې یاد توغندي ۳۷۰۰ کیلومتره لاره ووهله او د جاپان له سواحلو ۲زره کیلومتره لېرې په ارام سمندر کې ولګیده.
شمالي کوریا وروسته له هغې دغه تازه ازموینه تر سره کوي چې د ملګرو ملتونو له خوا پرې د تازه لګول شوو بندیزونو په غبرګون کې یې ګواښ کړی و چې جاپان به غرق کړي او امریکا به له خاورو سره خاورې کړي.
توکیو ویلي چې د دې ازموینې په هکله یې اعتراض وړاندې کړی دی او لازم اقدامات به تر سره کړي.