لمر

لمر هم دی په غرو مین
د سپوږمۍ په تلو مین
وړانګې ورپسې وپاشي
دی په ورکو یادو مین
شنار له پاڼو واوري
سیندونو په څپو مین
سترګې ونښلوي ګل کې 
د لارکې په اغزو مین
نظر واچوي طبیعت کې
هم د لپې په لاسو مین
د سیورو په لټه پسې
هسکو ټيټو اړخو مین