زموږ هېواد د اسیا زړه چې غرونه لکه دېوالونه په کې اوږده غځيدلي دي، واورې یې پر سر ورپرتې دي ، همدلته وریځې دمه کوي، بادونه هم له همدې ځایه هېوادنی پیغام وړي خو د غرو لمنو کې یو اولس پروت دی چې ځان یې د اریانا، باختر او لوی افغانستان په نومونو د پېښلیک په یادښتونو کې لیکلی دی.
د تاريخ په پاڼو کې موږ د بخدي د لویو مهاجرتونو څخه لیدنه کوو ،کله چې دوی د کورنیو او ژویو شمېر زیات شو؛ څړځایونه کم شول او نورې طبعي سرچينې چې دوی ورته اړتیا لرله بسنه نه کوله دوی تر ډېرو وادیو وړاندې ولاړل، هلته یې د نوې بڼې ژوند غوره کړ،لهجې یې نوې شوې او پایله کې دوی د پوهاوي لپاره ځان ته د غږېدلو نوې ژبه رامنځ ته کړه، خو یوشمېر نور یې همداسې په خوځنده ډول پاتې شول چې د شواهدو له مخې د بېلا بېلو لاملونو له مخې دوی هم په تدریجي ډول د ژوند کولو لومړنۍ بڼه له لاسه ورکوي او د کلیوال ژوند ځانګړتیاوې خپلوي.
همدې ته ورته د مېنې د بدلون یا د خوځښت له مخې موږ دری ډوله خلک لرو .
لومړی - هغه چې دایم په خوځښت کې دي د ښې ورشو او دې ښې هوا او د طبیعت له پراخه لمنې په خوند اخستلو بوخت دي چې کوچیان ورته ویل کیږي.
دویم – دوه مېني هغه چې د هوا یا د کال په تاوده موسم کې د خپلو کلیو اړوند غرنیو یا دښتنیو ساحو کې د لنډ مهال لپاره ځي چې ثابتې مېنې لري او زیاتره وخت دوی د لېږد مسیرلوړو ساحو ته وي.
دریم – ثابت ـ هغه چې د کال په ټولو موسمونو کې په هماغه خپل ځای ځایګي اوسیږي کوم خوځښت نه لري.
کلي تر کوچیاني ژوند وروسته منځ ته راغلي د ژوند کولو مېنې دي چې پر اساس یې طبعي سرچینې ويشل شوې دي ، واکونه او پولې یې رامنځ ته کړې دي، د څو نسلونو د ژوند د پایښت په موخه په کې ابادۍ شوې دي ،کرکیله په کې شوې ده ، د اوبو سرچینې په کې مهیا شوې دي او سیندونه یې تر خپلې وسې مهار کړي دي .
د کلي اداري چارې معمولا ملک پر مخ وړي ، دیني چارې د کلي امام سرته رسوي خو دې تر څنګ ځینې چارو لکه څړځایونو ته څارویو بېولو او نورو ټولنیزو خدمتونو د سرته رسولو لپاره د کلیوالو د کډې پرېکړې په پایله کې کسان د ټاکلې مودې چې معمولا یو کال وي د خدمت په موخه ټاکل کیږي.
د کلي کټه وټه پر کرنه ،د څارویو پر روزنه او پر بڼ پالنه ولاړه ده ، همدا کلي دي چې د هېواد اقتصاد ته یې مټه ورکړې ده د دې تر څنګ چې کندوره مو رنګوي د ملي اقتصاد په غوړېدو کې ښکاره برخه لري او سربېره پر دې له هېواده بهر مو هم د کار خلک وړاندې کوي.
د کلي هڅوب لرغونی دی ؛په کلي کې هغه دودیز خواړه چې له څونسلونو راپاتې دي برابریږي ، دې ترڅنګ دوی پوښاک ، لاسي صنعت ،کارتوکي اونور هغه څه دي چې تر ډېره پخپل لاس جوړیږي او دوی نسبت ښار ته ډېره کمه اړتیا بازار ته لري.
کلي د افسانو ،اسطورو ، حماسو او فولکلوریکو ادبیاتو د پیدا کېدو ځاله شمېرل کیږي خو درېغه دا څه پرته له لیکلو د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي همدا څه به وي چې سردرې له لنډیو ، کیسې له حماسو او کوڅې له د ژوند د زوږڅخه خالي نه وي.
کلیوال ژوند دی چې د ښایست بېلا بېل رنګونه یې ډېردي خو د مينې ، خوښۍ ، غم ، ښادۍ رګ یې مشترک دی تر ډېره کلیوال ژوند د کلي په کچه د یوې کورنۍ پنځښت دی چې د څو نسلونو په تېرېدو سره یې د کلي بڼه خپله کړې ده خو د عامې وینا له مخې څرنګه چې دوی ګډه وینه لري خو دا څه د عمل په برکت کې هم ښکاریږي ځګه کلیوال له هرڅه بې برخېتوب منل شي خوشیخړې او نورې اوږدې کشالې زغملی نشي، تر هرڅه د مخه په پېښه کې ښکېل اړخونه د پخلاینې دېرې ته راغواړي د سلامت او ملامت ، تېر او هېر او دې تر څنګ غوښتنه او بښنه هغه څه دي چې کلیوال ژوند یو سولیز جوړښت راښیي خو د لویو لانجو د ختمولو په موخه مخکې تر دې چې قضیه حکومتي دربار ته وسپارل شي ، څو مجرب مشران ګمارل کیږي چې شته پېښه په ښه بڼه حل فصل کړي او تر دې چې ښکېل لوري قناعت کولو ته ورسوي چې ښه بېلګه یې زموږ د هېواد بېلا بېلو قومونو نرخونه دي چې له مخې یې ښکېل اړخونه جوړجاړي ته رسوي .
ژوند بڼه د کاري بوختیا سره بې اړیکې نه ده ؛ تر ډېره همدا کاري بوختیا ده چې ستاسو د ژوند تېرولو څېره ټاکي د بېلګې په ډول د بزګرۍ سره کاري اړیکه مو ترډېره کلیوال ژوند ته اړ کوي خو همداشان د کلیوال صنعت سره ستاسو دې دندې تړاو مو ترکلیوال ژوند پورې تړلي ساتي.
وروستي