د نۍ یا د اونۍ پيلیزه وه چې روښان تر زیات کاري فشار لاندې وو، لاره هم اوږده او له ګڼې ګوڼې ډکه وه خوهغه هم په داسې حال کې چې په لږ ناوختۍ سره به یې آمر غوصه په ډېره سختۍ سره زغمله، تر راتک مخکې به غوښتنوالو د دفتر مخکې شګې شمېرلې او د نیوکو بنډاربه یې تود ساتلی وو ،کاري څانګې ته په رسېدو به یې زیاتره وخت خپل موبایل هم بې غږه وو څو په وخت د کلیو او بانډو خلکو غوښتنو ته په وخت رسېدنه وشي نو دوستانو یې هم دا درک کړې وه چې له غرمې وروسته په څلورو بجو کې زنګ ته ځواب ورکوي خونن په همدې وخت ورته اته پیغامه په دې بڼه چې د تبسم کلیزه د بختوره وي راغلي وو لايې دا ټول لوستي نه وو چې د موبایل پاڼه واوښته او د بونګېدو غږ ترې اوچت شو هو کې ېه تڼۍ ته په زور ورکولو سره یې دا غږ تر لاسه کړ.
سلام، د لور کلیزه د بختوره شه، ماښام مهال یې د لمانځلو نیت لرو؛ په همدې موخه ستاسو د راتلو په تمه یو، او هېره د نه وي چې کېک، شمعې او نور هرڅه چې په کاریږي درسره راوړې.
نور یې پام جیب ته شو تر هرڅه مخکې یې خپلې پیسې وشمېرلې، څه یې پور کړې، ژمې وو، هوا پوره تیاره وو، د ماښام لمانځه ته وخت پاتې نه وو، د کور په لور یې خپل قدمونه را ګړندي کړل، د خپلې کلا ته په ورختو پېچومي کي چې واورې په کې خټې جوړې کړې وې؛ څه ښه وايي ((د لمدې خټې لږ اوبه دارو وي)) دلته نو تیاره، ستړیا، پېټی او چيکړې هم ورسره مل وې له غورځېدو وروسته به یې زر ځان راسره راټول کړ او نور دا پیغام د هرې ټوټې سره ټوټه وو چې د ((زوکړې ورځ د نېکمرغه وي)).
وروستي