ډاډه

د پښتني ټولنې د کرګرۍ د پرمختیا سره یوځای ګڼ شمېر دودونه، ښېګېڼې،  ډالۍ او لورینې  منځ ته راوړې دي چې نه یواځې یوه دودیزه بڼه لري بلکې له ځان سره خوښي او ساتېري هم لري په ځانګړي ډول  د حاصلاتو راټولولو موسم د مېلې او ورکړې بېل وخت دی،  چې دې ټولنې بېلا بېل  وګړي په همدې مناسبتونو کې برخه اخلي، بې وزلو ته پر ورکړې سربېره یوه برخه مېلو او ساتېریو ته ځانګړې کیږي چې له همدې ټولګې یې ډاډه څېړو اوڅرنګه چې له بڼې یې ښکاریږي ډېر لرغونی تاریخ لري. 

همدې ټولنې چې کله له نویو بوټو سره اشنایي پیدا کړې ده،  دې دوی ځانګړنې یې څېړلې دي،  د مختلفو تجربو په نتیجه کې یې دا جوته کړې ده چې دا بوټي د اور پر وړاندې مقاومت ښيي،  خوند او رنګ یي هم د خوښې وړ دي او په لنډه کې چې د اورورکولو څخه وروسته د سالمو خوړو په توګه ترې ګټه اخستل کیږي. 

ډاډه ده،  چې په مختلفو بوټو لکه غنم،  جوار،  کچالو او نورو کې دا عملیه پرته له دې چې کوم لوښي ته اړتیا پیدا شي د اورسوځونکو لرګیو پر مټ د ځانګړي هنري جوړښت له مخې پخيږي،  خوړو پخولو اسانه او لنډه لار ده چې کوم ځانګړي خوړوپخونکو ته اړتیا نه لري که څه هم دا ډول خواړه معمولا چې د کور څخه د باندې پخیږي عادي غذا نه ده بلکې د مېلو،  خوښیو او بېړنیو حالتونو کې ترې ګټه اخستل کیږي او تر ډېره یې ماشومان او نوي ځوانان دا چاره سرته رسوي. 

ډاډه او مراسم یې له موسم سره هم بې ربطه نه دي،  دسیمې زیاتره وګړي هغه وخت چې خپل حاصلات راټولوي،  یوه اندازه یې د ښه نیت له مخې ماشومانو او نورو ته ورکول کیږي چې دوی د همدغې برخې څخه له هستوګنځیو باندې د اور په مرسته خوړو ته چمتو کوي. 

ډاډه او چارې یې په مختلفو بڼو سرته رسیږي لکه غنم او جوار چې د اور د پاسه پخیږي بلکې کچالو د اورلاندې پخیږي  کوم چې دوه ډولونه لري،  لومړی یې په رېګ کې په دایروي بڼه کچالو څه اندازه پوښل کیږي او اورپرې بلیږي،  بل ډول یې کلوخي یا د لوټو ډاډه ده چې اور د لوټو د ننه بلیږي له پوره اور څخه وروسته همدا لوټې پرې میدیږي او له دم ورکولو وروسته پخیږي. 

خو د لوټو ډاډه تر لومړي ډول د لګښت له مخې ښه ده ځګه چې په عادي ډاډه کې دوه ځلې اورلګول کیږي، اړول او را اړول کیږي،  وخت یې کم دی،  نیمګړتیا یې دا ده چې هر ځای د لوټو موندل اسانه نه دي او په هرحال د مني سوړ موسم او ګرمه ډاډه په ازاده ساحه کې له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه دي. 

 په لنډه کې دې ډاډې څخه د معمولي خوړو په توکه ترې ګټه نه اخستل کیږي، خوپه هرحال خوړو په حیث ترې کټه اخستل په ځانګړي ډول په بېړنیو وختونو کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دي ځګه چې نه ځانګړو لوښو،  نه ځانګړو مساله جاتو او نه ماهرو اشخاصو ته اړتیا لري او په اسانه،  ارزانه او هر چېرې د لاس رسي وړ توکي لري.