د منځني عمر لرونکي وګړی باید تیز وګرځي

په انګلیستان هيواد کې روغتیايی چارواکو ویلِ؛ د منځني عمر لرونکي وګړي باید د صحتمند پاتې کېدو لپاره، په لاره تیز ګامونه واخلي.
دوی ویلي، چې نه فعالیت یا نه ګرځېدا د انسانانو عمر لنډوي. دوی پر هغو کسانو، چې عمرونه یې د ۴۰ او ۶۰ کلونو ترمنځ دی، ږغ وکړ چې زیات وګرځي او د تګ په مهال چټک وګرځي.
د انګلستان روغتیایي اداره وایي؛ د ورځې یوازې ۱۰ دقیقې پلی تګ د انسان پر روغتیا او د عمر پر اوږدوالي ژور اغېز لرلی شي. مثلاً؛ د ژر مړینې خطر تر ۱۵٪ پورې کموي.
دغې ادارې اټکل کړی، چې په انګلیستان کې په هرو ۱۰ تنو کې، چې عمرونه یې د ۴۰ او ۶۰ کلونو ترمنځ دي، ۴ تنه د میاشتې حتي ۱۰ دقیقې پلي نه ګرځي.
دا دولتي روغتیايی اداره د (Active 10) اپلوکېشن له لارې خلک ګرځېدا ته هڅوي او له خلکو یې غوښتي، چې دا اپلوکېشن په خپل موبایل کې انسټال کړي.
په یوه راپور کې راغلي، چې دغه اپلوکېشن تر اوسه پورې ډېر خلک هڅولي چې وګرځي او ځان ته معلومه کړي چې د ورځې څومره ګرځي.