
د سعودي رسنيو د رېپوټونو پر بنسټ، د دغه هېواد امنيتي سرچينو ويلي، چې یو شمېر د داعش داسې غړي يې نيولي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزارت پر دوو څانګو يې د برید پلان درلود.
سرچينې زیاتوي، چې لومړی دوه تنه یمني اتباع، چې جعلي اسناد يې درلودل، موخې ته له رسیدو نه مخکې د امنيتي ځواکونو لخوا کلابند شول او ونيول شول. امنيتي ځواکونو همداراز هم مهاله د دوو تنو سعودي اتباع د نيولو خبر هم ورکړی، چې دوی ټول به په يو کور کې راغونډيدل او هلته به يې د چاودنو د تر سره کولو زده کړې کولې.
امنيتي ځواکونو ويلي، چې له دغو کسانو سره د ځانمرګي بریدونو لپاره چمتو شوي واسکټونو، وسلې او نور توکي نيول شوي دي.