ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول

ملګرو ملتونو پرون د امریکا په غوښتنه د شمالي کوریا پر وړاندې د نویو بندیزونو لګولو ته رایه ورکړه.
د یادو بندیزونو له مخې به د شمالي کوریا د نساجۍ تولیداتو پر پیرلو بندیز ولګیږي او له بلې خوا به د یاد هیواد د خامو تیلو صادرات بند شي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي ویلي دي چې په یاد بندیزونو سره به د شمالي کوریا په عایداتو کې د کال ۸۰۰ ملیونه ډالره کمښت راشي.
دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا امریکا ته ګواښ کړی و که بندیزونه پرې ولګیږي سخت درد به ورکړي.
له ۲۰۰۷کال راهیسې دا نهم ځل دی چې د ملګري ملتونه د شمالي کوریا اټومي فعالیتونو پر وړاندې پر بندیزونه لګوي.