
د پاکستان لنډ مهالي لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې پاکستان په مبارزه بوخت دی او یاده مبارزه یې کړې ده.
نوموړي چې په اسلام اباد کې یې له رویټرز خبري آژانس سره خبرې کولې ویلي دي هر څوک چې د پاکستان د هڅو غندنه کوي دا د امریکا په زیان ده.
عباسي څرګنده کړه چې د پاکستان سره د امریکا د پوځ د مرستو بندیدل هم د امریکا په ګټه نه دي.
د پاکستان یاد لوړ پوړی چارواکی په داسې حال کې یادې خبرې کوي چې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سیمې لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه او په ترڅ کې يې په پاکستان توندې نیوکې هم وکړې.