
د ملگرو ملتونو بشري حقونو څانگې مشر ویلي، چې په برما کې د روهنگيا مسلمانانو پر وړاندې روان عمليات د نژادي توپیر یوه ښکاره بېلګه ده.
زيد رعد الحسين د برما پر حکومت هم غږ کړی، چې نور دې په رخاين ايالت کې دې ظالمانه عملياتو ته د پاى ټکى کېږدي.
بل خوا د برما پوځ د ملکي وگړو په نښه کولو ادعا رد کړې او ویلي دي، چې دوی د روهنگيايي ترهګرو بريدونو ته ځواب وايي.
د تاوتريخوالي نوې څپه د تېر اگېسټ پر ٢٥ هغه مهال پيل شوه چې روهنگيايي وسلوالو د رخاين په شمال کې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل او ١٢ پوليس يې ووژل.
هلته له رخاين نه تښتېدلي وگړي وايي، پوځ په ځوابي عملياتو کې له سيمې د دوى د اېستلو لپاره کلي سوځولي او وایي چې ملکي وگړي يې په نښه کول.
په سیمه کې مرستندويې ټولنې وايي چې خواړه، سرپناه او دارو درملو ته سخته اړتيا ده او له دوى سره شته سرچينې بسنه نه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې څه د پاسه ٣٠٠ زره روهنگيايان د تاوتريخوالي له امله بنگله دېش ته تښتېدلي دي.