د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د شویو ډزو له کبله، د هرازه قبیلې څلور کسان وژل شوي او دوه ټیپان دي.
ویل شوي، چې دا ډزې د کوټې شمال لوري ته په کچلاک کې شوې دي.
هلته یوه امنیتي چارواکي رسنیو سره په خبرو کې ویلي؛ د برید لاندې کسان له چمن ښاره کوټې ته روان وو.
سرچینې ویلی، چې دا کسان هغه مهال ووژل شول چې د تېلو پمپ ته یې خپل موټر ودراوه.
وایي، چې په دغه مهال نامعلومو وسلوالو پر نښه شویو ډزې وکړې، چې له امله یې درې کسان ځای په ځای ووژل شول او درې ټپي شول.
په سیمه کې پولیسو ويلي، چې دا برید هدفي ترسره شوی دی.
روان کال په بلوچستان کې دا د هزاره قبیلې پر کسانو دریم برید دی.
وروستي