
دا يوه څرګنده خبره ده چې د ماشوم ادبيات زياتره پر کيسو راڅرخي .دا چې ماشوم ته د کيسو لوستل له کومه وخته راپيليږي داد ماشوم په کورنۍ ((مور او پلار)) پورې اړه لري . خو ډيری خلک څلور کلني د کيسود پيل لپاره مناسب ګڼي.
د پلټنو په ترڅ کې دا ثابته شوې ده ،چې له ماشومتوبه (( حتی د پيدايښت له وخته ))، ماشومانو ته د کيسولوستل ، دکيسو اورول او له ماشومانو سره لوبې د ماشوم په سالمه ذهني روزنه کې موثره ونډه لري
دا چې ماشومانو ته کيسې وايو او يا له هغوی سره د لوبو په ترڅ کې د الفبا له توريو وړې وړې کلمې جوړوو، نو دې ته بايد پام وکړو ، چې دا بوختياوې يوازې لوبې نه دي ، بلکې هره کلمه او هر لفظ د ماشوم لپاره يوه زده کړه ده .
له ماشوم سره لوبې د ماشوم د زده کړې تجربه ډيروي . پر ځان يې متکي کوي او جرأت يې زياتوي. همدا ماشوم کولای شي خپلې زده کړي لوبې ; له خپلو همزلو سره تکرارکړي او په خپله د خپلو زده کړيو لوبو پايلې وويني .
کيسې اولوبې د ماشوم د ذهن هغه اړتياوې پوره کوي ، چې د يوه ماشوم لپاره په ماشومتوب کې اړين وي.
د ماشومانواتريشی اروا پوه پروفيسور برونو بيتل هايم ((Bruno Bettelheim)) د (( ماشومان کيسو ته اړتيا لري )) تر سر ليک ﻻندې کتاب کې ليکي ، چې د کيسو په مرسته موږ کولای شو ماشوم ته د ژوند مفهوم ورزده کړو . ماشوم نه شي کولای هر هغه څه چې له چاپيرياله په خپل ذهن کې راټولوي د لويانو په څير په خپل ذهن کې بيرته پر هغه کار وکړي او د حقيقت او مجاز تر منځ يې توپير وکړي.، همدا ﻻمل ګرځي چې د ماشوم په ذهن کې خاليګاوې پيدا شي ، چې موږ همدا خاليګاوې د کيسو په مرسته بيرته ډکولی شو .
موږ د کيسو په مرسته د څو شيبو لپاره ماشوم د کور له چاپيرياله بهر وباسو اوماشوم له هغه چاپيريال سره اشنا کوو، چې زموږ کيسه پرې راڅرخي ، که هغه د ژويو په هکله وي او که د سپوږمۍ په غيږ کې د ويده شوي ماشوم په هکله .
ماشوم د ډيرو کيسو په اوريدلو سره په خپل ذهن کې د کيسو پر کرکټرونو کار کوي او د يو ښوونځي په څير خپل تخيل روزي .نو په دې برخه کې ويلی شو ،چې ((کيسې او لوبې د ماشوم او د نړۍ تر منځ د پيژندګلوۍ تړاو دی )) .
کله چې ماشومانو ته کيسه لولو ، نو دې ټکي ته بايدډير پام وکړو چې د کيسو د لوستلو په ترڅ کې له ماشوم سره يوځای د ماشومانو نړۍ ته ځانونه وسپارو. د کيسو اوريدل ، لوستل او کيسو ته غوږ نيول دماشوم د ژبې په زده کړه ، د ژبې په فصاحت او بلاغت او د لغاتو په زېرمه کې هم مهمه ونډه لري.
کله چې د زانګو ماشوم ته کيسه لولو ،نو بې له کوم شکه په دې پوهيږو چې هغه زموږ په خبرو نه پوهيږي ، خو سره له دې چې د کيسې او د کتاب په مفهوم نه پوهيږي ، د لوستلو اهنګ ته غلی وي .
وروسته همدا ماشوم کتاب په ﻻسونو کې تاووي او خولې ته يې وړي . که چيرې له کتاب سره د ماشوم تړاو پرې نه شي ، نو بې له شکه چې ماشوم به دوخت په تيريدو سره د کتاب پاڼې واړوي اوپر رنګه تصويرونه به يې ګوتې کيږدي، په کتاب کې به هغه الفاظ تکرار کړي چې له ماشومتوبه يې اوريدلي او پيژندلي دي لکه : پيشو ، سپی ، ماشوم ، ونه او داسې نور.
کله چې ماشوم د وړکتون دورې ته رسيږي ، دهغه ذهني غوښتنې بدليږي . دکيسو او د کتابونو تر منځ د خوښې او نا خوښې خبرې را پيدا کيږي ، چې دا په هر ماشوم کې ځان ته بڼه لري .
له ماشومانو سره په ګډه لوستل او د اړتيا په وخت کې د کيسو د کرکټرونو لپاره د اوازونو بدلول د ماشوم لپاره د لوستلو او اوريدلو لړۍ نوره هم په زړه پورې او خوندوره کوي او ماشوم دې ته هڅوي چې په خپله هم په لوستلو پيل وکړي
دا به تر ټولو ډير اغيزمن وي چې کله ماشومانو ته کيسه لولو، د کيسې پايله پرېږدو چې دوی يې په خپله پوره کړي . په دې عمر کې ماشومان له لويانو څخه په تقليد داسې ښيي چې دوی هم لوستل کولای شي . د لويانو په څير د کتاب پاڼې اړوي او د هغوی په شان په لوستلو پيل کوي. که څه هم په دې عمر کې ماشومان لوستل نه شي کولای ، خو د تقليد په بڼه له خپله ذهنه کيسه جوړوي. له ياده يې بايد ونه باسو چې کله ماشوم موږ ته کيسه لولي نو بايد ماشوم ته دا احساس ورکړو چې روحاً او جسماً له دوی سره يو او دوی ته مو غوږ نيولی دی.
د ماشوم د پاملرنې، تشويق او هڅونې لپاره اړينه ده چې د کيسې په ځينو پيښو کې د ماشوم له لوستلو سره سم موږ هم د خپل سر او ﻻسونه په خوځولو سره ماشوم ته وښيو چې موږ ته د دوی کيسه په زړه پورې او د پام وړ ده . او په پای کې بيرته د لوبو په ډول د کيسې پايله له ماشوم سره وڅيړو.
کله چې يو ماشوم له خپلو همزولو سره په لوبو کې د اوريدل شوې کيسې کرکټرونه وکاروي ، دا په دې مانا ده چې هماغه ډول کرکټر د ماشوم لپاره جالب دی. د کيسې اوريدل د ماشوم حافظه پياوړې کوي او هغه کيسې او کرکټرونه چې د ماشومانو لپاره په ماشومتوب کې په زړه پورې وي تر ډيره ځنډه په حافظه کې پاتې کيږي .