شمالي کوریا وایي که نوي بندیزونه پرې ولګیږي امریکا ته به سخت درد ورکړي

د شمالي کوریا دولت امریکا ته خبرداری ورکړی دی چې که وتوانیږي پر یاد هیواد د نویو بندیزونو لګولو په منظور ملګري ملتونه راضي کړي نو امریکا ته به داسې درد ورکړي چې په ټول تاريخ کې یې ساری نه وي.
د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزارت وایي چې یاد هیواد چمتو او لیواله دی تر څو د امریکا پر وړاندې هر ډول اقدام تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا له خوا پر شمالي کوریا د نویو لګول شویو بندیزونو پر وړاندیز رایه اچونه کوي چې له مخې به یې پر شمالي کوریا توند اقتصادي او سیاسي بندیزونه ولګیږي.