
د ترکیې دولت له خپلو هغو اتباعو چې جرمني ته سفر کوي غوښتنه کړې ده چې په ياد هیواد کې دې د پارلماني ټاکنو په درشل کې پام وکړي تر څو د نژاد پالنې او دښمنانو د توطئو ښکار نشي.
د یاد هیواد بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې چې ترکان باید په جرمني کې له سیاسي بحثونو او غونډو ډډه وکړي ځکه د جرمني د زیاترو کاندیدانو تګلارې په ترکي ضد اهدافو متمرکزې دي تر څو په اروپایي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب مخنیوی وکړي.
د ترکیې او جرمني ترمینځ اړیکې وروسته له هغې خړې پړې شوې چې په ترکیه کې د اردوغان پر وړاندې ناکامه کودتا تر سره شوه او جرمني پر نوموړي د خپلو سیاسي مخالفینو د ځپلو له امله توند انتقادونه وکړل.